سیاست

د آزادى د سلب د مرکزونو د اصلاح د کميټې غونډه جوړه شوه

کابل باختر د ليندي څلورمه
د آزادى د سلب د مرکزونو د اصلاح دکميټې غونډه نن دپوهاند قاضي په مشرۍ د اساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون په مقرکې جوړه شوه.
داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دکميسيون د اطلاعاتو او عامه ارتباط آمريت  باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې غونډه کې په بنديانو اوجيل پورې د اړوندو برخو په باب چې دمشورتي لويې جرګې د پريکړه ليک په نهم اونهه ويشتمه ماده کې هم ورباندې ټينګارشوى دى؛ خبرې وشوې.
له هراړخيزو خبرو، څيړنو او معلوماتو وروسته چې د توقيف خونو د جيلونو د مسوولينو له خوا په غونډه کې طرحه شول؛ پريکړه وشوه چې يوځل بيا دې دبګرام جيل وکتل شي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې هيڅ بندي دبهرنيو اتباعو او پوځيانو له خوا دافغانستان په خاوره کې مديريت نه کيږي.
دغه رازپه دې غونډه کې پريکړه وشوه چې په راتلوونکې اوونۍ کې دې د اړوندو ادارو د نږدې شپيتو تنو ماهرانو او استازو په ګډون د بنديانو دستونزو دڅيړنې دوه ورځني ورکشاپ په کابل کې جوړ شي ترڅو هغه ناخوالي چې د جيلونو او توقيف خونو په تخنيکي او اداري برخه او په عدلي اوقضايي پړاونوکې شته؛ وڅيړل شي او د وروستۍ حل لاره ورته ولټول شي.
دغه راز ټينګار وشوچې د آزادى د سلب د مرکزونو د اصلاح دکميټې وروستى  رپوټ دې په ټاکلي وخت کې د جمهوري رياست دمقام له حکم سره سم د داسې تصميمونو د نيولو په مقصد برابر شي چې د عدالت دښه تامينولوپربنسټ وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته