کابل باختر د چنګاښ اتلسمه :
د بغلان د عامې روغتيا رياست د کانګو ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي په مقصد پراخ تبليغات په پام کې نيولي دي .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: دغه تبليغات په دغه ولايت کې درسنيو له لارې عامه پوهاوي د ناروغۍ دعلايم او نښو دپيژندنې لپاره ترسره کيږي .
د بغلان د عامې روغتيا مرستيال ډاکتر عبدالحکيم غفاري وويل چې ددغې ناروغۍ د احتمالي ناروغانو لپاره د عامې روغتيا رياست اقدامات په پام کې لري ترڅو د افرادو په درملنې کې اقدام وکړي .
ده وويل چې د بغلان د عامې روغتيا رياست په پام لري کې چې په څوارلسو ولسواليوکې په لومړي ګام کې د خنجانو او د مرکزي بغلان د ولسواليو اوسيدونکو ته تبليغاتي ډلې واستوي چې د دغو سيمو اوسيدونکو ته د دغې ناروغۍ د مخنيوي په اړوند پوهاوي ورکوي .
د کانګو ناروغي يوه خطرناکه او وژونکې ناروغي ده چې له څارويو څخه انسانانو ته خپريږي او بايد په وخت سره تشخيص او درملنه يې وشي .
ختم_ سعيده – اکرم
2 1 دقیقه لوستل