سیاست

د حکومت اجراييه رييس : دوزيرانوشورا غړو ته په خطاب کې: سرپرست والي دکارونو دځنډولو مانا نه لري .

کابل باختر دتلي يو ويشتمه :
دملي وحدت  دحکومت اجرائيه رييس نن دوزيرانو شورا په لومړى غونډه کې چې دده په مشرۍ جوړه شوه ټينګار وکړ چې دوزارتونو سرپرستي بايد دکارونو دځنډولو په مانا ونه بلل شي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دملي وحدت دحکومت دوزيرانو شورا لومړى غونډه نن دملي وحدت دحکومت داجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ دصدارت په مرمرين ماڼۍ کې  جوړه شوه .
  دملي وحدت دحکومت اجرائيه رييس دخبرو په ترڅ کې وويل دافغانستان له خلکو سره زموږ ژمنه داداري فساد له منځه وړل ، دپراخو اصلاحاتو  رامنځته کول ،  دقانون تطبيق ، دهميشنې سولې ټينګښت او دهغوى دژوندانه ښه والى دى اوموږ به په دې لاره کې بې پروايي ونه کړو .
ده زياته کړه چې دوزيرانو سرپرست والى دکارونو دځنډولو مانا نه لري ځکه حکومت خلکو ته ځواب ورکوونکى دى .
ډاکترعبدالله عبدالله دوزيرانو شورا له غړو څخه وغوښتل چې  دخپلو ادارو کاري لومړيتوبونه چې تراوسه پورې د ځينو دلايلو له امله دهغو په عملي کولو نه دى بريالي شوي په ليکلي ډول مشخص کړي او دوزيرانو شورا راتلوونکي غونډې ته  دې وړاندې کړي .
دملي وحدت دحکومت اجرائيه رييس ټينګار وکړ چې  موږ به دهيواد په انتخاباتي نظام کې پراخ اصلاحات رامنځته کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته