خبرونهامنیت

دوه طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
دوه وسله وال طالبان پرون مازیګر د بغلان په پل حصار ولسوالۍ کې ووژل شول او یو بل یې ونیول شو.
د بغلان د پل حصار ولسوال شمس الدین سرحدي باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د پل حصار ولسوالۍ په تاجکانو کلي کې د پوځیانو په عملیاتو کې ووژل شول او یو بل يې ونیول شو.
سرحدي زیاته کړه: په دغو عملیاتو کې د دښمن یو توغندی ویشتونکی او یو کلاشینکوف د پوځیانو لاس ته ورغلي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته