امنیت

زابل: د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ نښتو کې ملکيانو ته زيانونه اوښتي دي

-قلات باخترد زمري د میاشتې ۲۱ مه
د امنیتی مسوولینو په خبره دغه جګړه تیره شپه د زابل ولایت په ختیځه ولسوالۍ شاجوي کې ونښته چې پر مهال یې د دواړو لوریو په ګډون عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتي د.
د زابل ولايت د شاه جوي ولسوال وزیرمحمد جوادي باختر اژانس ته وویل چې د وسله والو مخالفانو لويې ډلې د دغې ولسوالۍ د لالي کلي، خان کلي، عبدالروف کلا، ناصر کلا او نورو سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.
د ده په خبره افغان ځواکونو له وړاندي د طالبانو د دغه برید په اړه معلومات لرل او ځکه نو وتوانیدل چې په ښه توګه دفاع وکړی او وسله والو ته درنه مرګ ژوبله واړوي .
جوادي زیاته کړه چې دغوجګړو درې ساعته دوام درلود چې له امله يې۱۲ تنه مخالفین وژل شوی او لس تنه نور ټپیان دي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم له منځه تللی دی .
د ولسوال په خبره په دغو جګړو کې درې سیمه ییز پولیس هم شهيدان شوی او د یو شمیر عامو وګړو په ګډون  درې  تنه ټپيان شوي دي.
جوادي وايي وسله والو غوښتل چې په دې سیمه کې د سيمه ېيزو پولیسو پنځه پوستی ونسي خو په خپل پلان کې ناکام شول او سخته مرګ ژوبله ور واوښته .
وزیر محمد جوادي وویل چې سیمه اوس د افغان ځواکونو په لاس کې ده اومخالفانو په تعقیب پسې د امنیتی سرتیرو عملیات دوام لري.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته