نيويارک نيويارک ټايمز باختر د سلواغې د مياشتې ١٣ :
د نيويارک ټايمزورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د داعشي تندلارو پرخلاف د امريکايي پوځيانو د بريدونو د پراختيا په باره کې يو مطلب خپور کړى دى.
په مقاله کې ويل شوي دي چې په افغانستان کې د داعش پرخلاف بريدونو له هغه وروسته زور واخيست چې دامريکا جمهوررئيس بارک اوباما د دغه هېواد اردو ته د داعش پرخلاف د زياتو عملياتو واک ورکړ.
په مقاله کې ليکل شوي دي چې په تيرو دريو اوونيوکې د داعش پرخلاف په هوايي بريدونو سربيره د ځمکنيو کوماندوګانو بريدونه هم شوي دي.
د نيويارک ټايمز په ليکنه: د جمهور رئيس اوباما حکومت چې د جمهوريت غوښتوونکوله خوا د داعش پرخلاف د ناکافي اقدام تور لګول شوى دى، اوس پلان سنجوي چې څه ډول له هغو تروريستي ډلو سره مبارزه وکړي چې په سيمه کې يې هم ملاتړي جلب کړي دي.
0 1 دقیقه لوستل