ښوونه او روزنه

علمي سيمينار جوړ شو

کابلباختر دچنګاښ ٢٨مـــــــــــــــه

داساسي قا نون پرتطبيق باندې دڅارنې خپلوا ک کميسيون د اساسي قا نون درعايتولو اوتطبيق د څارنې  او کنترول دلارو چارو دلټولو اود هغه دتفصيلى شرحي د تدوين په مقصد ددغه کميسيون په مقر کې يو علمي سيمينار جوړ شو

دباختر ا ژانس دخبر له مخې : دغه علمي سيمينار چې د اساسي قا نون پرتطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون غړو، د ولسي جرګي اود مشرانو جرګي ځينو غړو ، په ځينو وزارتونو پورې داړوندو څانګو ، دسو لې د عالي شورا ، د بشر دحقوقو دخپلواک کميسيون ،علو مو اکاډ مي استا زو ،حقوقي سلا کارا نو اوماهرانو ، دپوهنتو نونو استادا نو اودځينو نورو مرکزونو چارواکو برخه لرله

سيمينارددغه کميسيون درئيس پو هاند ګل رحمن قاضي په خبرو سره پيل شو

 د کميسيون رئيس په خپلي وينا کې ددغه علمي سيمينار د جوړولو هدف د اساسي قا نون په باب د حقوق پو ها نو اوعالمانو د علمي نظريو ترلاسه کول او ددولت اود قا نون د وا کمنې په اساسي مرکزونوکې داساسي قانون په تيره بيا په ټولنه کې د اساسي قا نون پرتطبيق او رعايتولو باندې  دڅارنې دڅرنګوالۍ دڅيړنې اود هغه د تفصيلى شر حي تد وين وباله

 پو هاند قاضي څرګنده کړه چې تر او سه پورې اساسي قانون په بيلا بيلو بڼو د مسلکي او وظيفوي صلا حيتو نو په پام کې نيولو پرته چې زيا تره د خلکو په ذهنونوکې د تر ديد د را منځته کيدو سبب شوى دى ، تعبيريږي او دغه کميسيون غواړي چې ددغه شان غونډو په جوړ ولو سره ديوې مدونى شرحي پر بنسټ د اساسي قا نون له حکمو نو څخه يو شان برداشت په لاره کې عملي ګامو نه وا خلي چې په دې ترتيب دقا نون وا کمنې چې د افغانستان دټولو خلکو دلوړو مصالحو درعايتولو ضمانت کوي پراخ بنسټه شى

 د غونډې د کار په دوام د اساسي قا نون پرتطبيق باندې دڅارنې د خپلوا ک کميسيون غړى او منشي ډاکتر محمدامين احمدي د اساسي قا نون د ١٥٧ مادي اود کميسيون دقا نون د اتمي ما دي له مخې ددغه کميسيون دنظارتي صلاحيتو نو په باب يو لړ موضوعګا ني طرحه کړي او ټينګار يي و کړ چې د اساسي قا نون پرتطبيق باندې دڅارنې خپلوا ک کميسيون ددغې غونډې په جوړولو سره هلى ځلې کوي چې له سياسي ملحوظاتو څخه لري ، يواځى د اساسي قا نون د حکمو نو دتفصيلى شرحي د موضوع حقوقي اړ خو نه لا زيات رو شا نه شي

 ددغوعلمي خبرو په دويمه برخه کې د ولسي جرګي دتقنين د چارو د کميسيون رئيس قاضي نذير احمد او مرستيال محمد سرور عثما ني ، دسو لې د عالي شورا غړى محمد اسمعيل قاسميار ، د علومو اکاډمي غړى څيړنپوه عبدالصمد عزيزي ، د کا بل پوهنتون استاد ډا کتر محمد طاهر هاشمي ، د مشر ا نو جرګي دتقنين د چارو د کميسيون رئيس حافظ عبدالقيوم ، د جمهوري رياست د لومړۍ مرستيال حقوقي سلا کار محمد اشرف رسو لي اود بشرد حقوقو دخپلوا ک کميسيون ستر سلا کار علي روحا ني د اساسي قا نون پرتطبيق باندې دڅارنې له خپلوا ک کميسيون اودسترې محکمې ددريځ د اساسي قا نون د ١٥٧ مادي د جوړولو د تاريخي تګلوري او ددغه قا نون په مادو کې دولسي جرګي د ليکل شويو تقنيني صلا حيتو نو په باب وينا وي و کړي

 په بله برخه کې برخه والو داساسي قا نون په تطبيق دڅارنې او کنترول دلارو چارو اود مبسوط شرحي د موضوع په باب  په بيلا بيلو اړخو نو علمي خبري و کړې اود کميسيون د نوښت د ستايني په ترڅ کې يي په دې اړوند دخبرو ددوام غوښتنه و کړه

په پاى کې د اساسي قا نون پر تطبيق باند ې دڅارنې دخپلوا ک کميسيون رئيس د برخه والو ګډون دافغا نستان په لوړو ګټو دهغوى دژمنې او دقا نونمندي دفرهنګ په لاره کې د هلوځلو نښه نښا نه وبلله اوټينګار يي و کړ چې د اساسي قا نون د حکمو نو دمبـسوطي شرحي تد وين د کميسيون له سترو او ضروري دندو څخه دي

پو هاند قاضي څرګنده کړه هيله کيږي چې ددولت ددرې ګونو قواو ترمنځ همغږي او همکاري اودغه را ز ښه را تلونکى او په ځان ډډى لګول دقا نون د وا کمنې تر سيوري لا ندې زيات شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته