ښوونه او روزنه

دشپې دبرخې دکانکور دآزموينې نتيجې اعلام شوې

کابل باخترد تلې دمياشتې ٩ :
دهېواد دمرکز او ولايتونو دلوړو دولتي زده کړو دبنسټونو دشپې دپوهنځيو دروان  کال دکانکور دازموينو نتيجې نن اعلام شوې .
دباخترآژانس  دخبرله مخې : په دغو آزموينو کې ټولټال اووه ويشت زره پنځه سوه دوه نوي تنو  گډون کړي وو  چې په نتيجه کې يې  ديو زرو نهه ويشت تنو نجونوپه ګډون  نهه زره پنځه سوه تنو دلوړو زده کړو دبنسټونو  شپنيو ښوونځيو ته لاره وموندله .
دکانکور دآزموينو درييس دڅرګندونوله مخې  :   دغه شمير دتيرو کلونو په پرتله  دلوړو زده کړو  په بنسټونو کې  د داوطلبانو د جذب  په شمير کې  زياتوالى ښيي .
ده  وويل :   په  اتلسو ولايتونو کې د ١٣٩٣ کال  دشپې دبرخې   آزموينې په بشپړ شفافيت سره  واخيستل شوې   چې نتيجې يې دلوړو زده کړو وزارت  دويب سايټ  له لارې                                                 WWW-mohe-gov-af )   اعلام شوي دي او دنوم ليکنې بهير به وروسته اعلام شي .
داپه داسې حال کې ده  چې ټاکل شوې ده د ١٣٩٣ _ ١٣٩٤ کال  دعمومي کانکور  آزموينې هم په نږدې راتلوونکي کې پيل شي او نږدې څلور سوه زره تنه به   په کې ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته