سیاست

په انتخاباتو ګې ګډون دخلکو ديني وجيبه او مسووليت دى .

 کابل باختر د ثور يوولسمه :
ددين عالمانو  نن  په يوه خبري غونډه کې  انتخابات  او انتخابول دخلکو شرعي او ديني وجيبه  اومسووليت وبلل .
  دباختراژانس  دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې ددين يوشمير عالمانو دانتخاباتو په اړوند  خپل دريځ  بيان کړ او ويې ويل  چې انتخابات  او انتخابول  دخلکو يوه ديني اوشرعي  وجيبه  او رسالت دى .
   دارشاد ، حج او اوقافو وزارت  دجوماتونو رييس مولوي فضل کريم  سراجي  په دې غونډه کې وويل  موږ  په داسې نازکوتاريخي شرايطو کې  چې هماغه  په راروانو انتخاباتو کې  ګډون دى ،  يو . او بايد خپل ايماني او وجداني مسووليت  په مسوولانه ډول  اداکړو .
ده وويل  موږ بايد  په مسوولانه ډول  نومونه وليکو او په مسوولانه توګه  دراي ورکولو صندوقونو ته لاړ شو .  او خپلې رايې د صادقو ، هېوادپالو او ديندارو کسانو په ګټه   وکاروو .
  ده وويل  ددين دټولو عالمانو پيغام دادى  چې بايد  هغه ټول  وګړي  چې دانتخاباتو په شرايطو برابر دي  خپل نومونه وليکي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي .
  وروسته  دارشاد ، حج او اوقافو وزارت دحسينيو او تکيه خانو رييس  مولوي اصف  مصباح  خبرې وکړې او ويې ويل  موږ په انتخاباتو کې دخپل هېواد  مشر او وکيل په مسوولانه ډول  انتخابوو او دا  زموږ  يوه ديني او شرعي وجيبه ده . 
ده زياته کړه  چې  درايو ورکول يوامانت دى او بايد  اهل ته يې  ورکړى شي . او موږ بايد  دانتخاباتوبهير او ولسواکي پياوړي کړو .
دغه راز  دغو عالمانو په کابل اودهېواد په ځينو ولايتونوکې  تروريستي پيښې  په ډيرو سختو الفاظوسره وغندلې او ويې ويل چې  ځانمرګي بريد او چاودنه  په هرنامه  او په هرپته  چې ترسره کيږي  ، حرام او جنايت دى .او داسلام په مبين دين کې مردود دى .
دوى دغه بريدونه  دديني او اسلامي ارزښتونو پرخلاف وبلل .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته