کابل باختر د لړم ٢٤
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو بزګرانو سره داصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو مرسته وشوه .
دغه توکي دبزګرانو دملاتړ لپاره او له بزګرانو سره دمرستې په خاطر دکرنې اوبو لګولو او مالدارى وزارت له خوا ويشل شوي دي .
دننګرهار ولايت دکرنې دادارې يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې په ټول ننګرهار کې دسلګونو بزګرانو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره وويشلې شوې .
ده وويل په هر بزګر پنځوس کيلوګرامه اصلاح شوي تخمونه اوسل کيلوګرامه کيمياوي سره په ارزانه بيه ويشل کېږي .
څه ناڅه سل ټنه اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره د ننګرهار له بزګرانو سره دمرستې لپاره په پام کې نيول شوي دي .
په ننګرهار کې بزګران وايي چې ددغو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو په ترلاسه کولو سره له پخواڅخه ښه کولاى شي خپلو کرکيلو ته دوام ورکړي .
ختم _ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل