امنیت

پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
پنځه تنه ډار اچوونکي دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :د ظفر -٢٢ ګډو عملياتو په بهير کې چې دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ دکنجک او دچهارشنبې بازارپه سيمو کې ترسره شول اود دغه ولايت دغورماچ ولسوالۍ لپاره د طالبانو دنومول شوي ولسوالۍ د دوو تنو خپلوانو په ګډون پنځه تنه ووژل شول.او درې تنه نور ټپيان شول او دغه راز د وسايطو ضد دوه ماينونه په عملياتو کې دشاملوځواکونو له خوا کشف او د دښمن درې موټر سايکلونه هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته