دلښکرګاه ښار باخترد مرغومي دمياشتې١٣نيټه :
په هلمند ولايت کې يو ښوونځى له لسوکلونو وروسته بيا پرانستل شو .
دغه ښوونځى له وسله والو طالبانو سره د هلمند ولايت دقومي مشرانو له خبرو اترو وروسته د زده کوونکو پرمخ بيا پرانستل شو .
دغه ښوونځى په باغران ولسوالۍ چيرته چې وسله وال طالبان هلته شتون لري موقعيت لري اود دغه ښوونځي په بيا پرانستلو سره د زده کوونکو لپاره د زده کړې زمينه برابره شوه.
د هلمند ولايت دپوهنې رئيس داوود صفري دباخترآژانس خبريال ته وويل؛ په هلمند ولايت کې دنجونو د لسګونو تړل شويو ښوونځيو د پرانستلو لپاره د قومي مشرانو په همکارۍ هلې ځلې دوام لري .
وسله وال طالبان ښوونځيوته دنجونوله ورتګ سره مخالف دي او په وار وار يې دنجونو د ښوونځيو دروازې تړلي اوهغوي يې د زده کړې له نعمت څخه بې برخې کړې دي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل