نړۍ

اسرائيلو يو ځل بيا په غزې بريد وکړ

 غزه بي بي سي  باختردليندۍ دمياشتې١٨  نيټه  :
اسرائيل وايي  له غزې څخه د توغول شويو توغنديو په غبرګون کې په غزې تړانګه کې د حماس دډلې په سنګرونو بريدونه کړي دي.
اسرائيلو ويلي دي  چې دوى دوسلو د جوړولو  په سيمو بريدونه کړي دي.
اسرائيلو د جمعې په ورځ هم  په غزه کې  په يوشمير هدفونو بريدونه وکړل.
دفلسطين  دکورواکي ادارې  دروغتيا وزارت ويلي دي چې  په دغو هوايي بريدونو کې   پنځه ويشت ته ټپيان شوي دي.
داسرائيلو دپايتخت په توګه دبيت المقدس دپه رسميت پيژندلو په باب ددونالد ترامپ له څرګندولو وروسته  دفلسطينيانو او اسرائيلو ترمنځ   تاوتريخوالي  زيات شوي دي.
پرون  په لويديځ  ساحل اودغزنې په تړانګه کې ددونالد ترامپ  د تصميم پرخلاف  مظاهرې وشوې او دوه تنه فلسطينيان په غزه کې داسرائيلي ځواکونوله خوا ووژل شول.هغه توغندي  چې له غزې څخه توغول شوي وو  دسدروت په ښارګوټي کې لګليدلي دي او يوشمير موټرونو ته يې زيان اړولى  دى  خو دسرزيان يې نه دى  اړولى .
دفلسطينيانو او داسرائيلو دځواکونو ترمنځ په جګړو او تاوتريخوالي کې  په لسګونو تنه  ټپيان شول.
اسرائيل بيت المقدس دخپل پايتخت په توګه مني . فلسطينيان د ختيځ بيت المقدس په پايتخت سره  دفلسطينيانو ديو خپلواک هېواد د جوړولو غوښتنه کوي.
دبيت المقدس ښار  مسلمانانو ، يهوديانو او مسيحيانو ته مقدس دى  او  دبيت المقدس ختيځه برخه  په  ١٩٦٧ کال کې   دعربو او اسرائيلو د جګړې په بهيرکې داسرائيلو له خوا  ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته