ټولنه

خبرتيا

کابل_ باختر_ د لړم دمياشتې ٢٩مه: د حج او اوقافو وزارت خبرتيا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلام د ستر پيغمبر او د بشريت د منجي حضرت محمد مصطفى (ص) د نېکمرغه ميلاد د پرتمينې نمانځنې په خاطر، د لړم د مياشتې له اته ويشتمې څخه د ليندۍ د مياشتې تر څلورمې پورې د «رحمة للعلمين» اوونۍ په نامه نوملې ده. له دې امله له ټولو امامانو، خطيبانو، د جوماتونو او حسينيې له واعظانو، ټولنيزو او فرهنګي بنسټونو، علمي کانونونو، دولتي او غير دولتي ارګانونو، رسنيو او ديندارو هېوادوالو څخه غوښته کيږي، څو د محافلو او غونډو په جوړولو سره د دغه مهم ديني مناسبت درناوي وکړي.# پاى_وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته