سیاستخبرونه

جمهوررييس محمداشرف غني د جمهوري کوریا د نوي سفیر باور لیک ومانه

 

کابل/ د مرغومي ۹مه/ باختر

د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه د افغانستان لپاره دجمهوري کوریا د نوي سفیر چوی تای هو  باور لیک ومانه.

په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، جمهوررئیس غني د جمهوري کوریا نوي سفیر ته د ښه راغلاست پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د سویلي کوریا سفیر وویل، موږ د سولې پروسې ملاتړ کوو او غواړو له افغانستان سره خپله فرهنګي همکاري پراخه کړو.

جمهوررئیس غني د جمهوري کوریا سفیر ته په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه او د سولې پروسې د ملاتړ او د تجربو شریکولو د چمتووالي په خاطر یې د یاد هیواد قدرداني وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته