ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت دکانکور دازموينې لومړى پړاو ترسره شو .

کابل باخترد غبرګولې يو ويشتمه :
دهېواد په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو کې دکابل ښار او ولايت  دښوونځيو دفارغانو دشموليت دکانکور دازموينې لومړى پړاو نن ترسره شو
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دغه ازموينه دنجونو اوهلکانو په ګډون  دکابل ښار او ولايت  دښوونځيو  د دولسمو ټولګيو دڅوارلس زره يوسلو ديرشو تنو فارغو  داوطلبانو په ګډون دکابل په طبي پوهنتون ، دکابل په پولي تخنيک پوهنتون ،  د شهيد استادرباني دښوونې او روزنې په  پوهنتون اوپه  کابل پوهنتون کې  واخستل شوه .
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست  پوهنمل عبدالتواب  بالاکرزي دکانکور دازموينې دبهير دکتنې په وخت کې  په داسې حال کې چې ددغه وزارت  دمحصلانو دچارو  معين او يوشمير مسوولين  ،  دازمويني دملي ادارې سرپرست  پوهاند عبدالقدير خموش او ددولتي پوهنتونونو رييسان هم حاضر و  وويل  چې دکابل ولايت او ښار دفارغانو  دکانکور دازموينې په لومړى پړاو کې دنجونو اوهلکانو په ګډون ددولسمو ټولګيو څوارلس زره يوسلو ديارلسو تنو فارغو داوطلبانو ګډون کړى دى .
ده  څرګنده کړه چې دروان کال دکانکور په ازمونيه کې به  څه دپاسه  دوه سوه زره تنه داوطلبان برخه واخلي  چې له دې جملې څخه  دوه پنځوس زره  تنه  يې دکابل ولايت داوطلبان دي .
دلوړو زده کړو وزارت  سرپرست زياته کړه دهغو کسانو له جملې څخه چې دکانکور ازموينه په برياليتوب سره  تيره کړي کابو اتيا زره تنه يې  دشپې  او اختصاصي برخه کې  او دڅوارلسمو ټولګيو فارغان  دلوړو زده کړو په دولتي موسسو کې  څه دپاسه پنځوس زره تنه  په خصوصي پوهنتونونوکې اوپنځوس زره تنه نور  دهېواد  دنيمه لوړو زده کړو په موسسو کې  جذب شي .
دازموينو دملي ادارې سرپرست  پوهاند عبدالقدير خموش  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دهېواد په مرکز او ولايتونوکې  دداوطلبانو لپاره دروان کال   په ازموينه کې  اسانتياوې برابرې شوې دي .
ده وويل  چې دګڼې ګوڼې دمخنيوي په خاطر  دکابل دښوونځيو دفارغانو دګوټې  دنښې داخستلو بهير په  شپاړلسو تعليمي حوزوکې  چې هرې  حوزې  دنجونو او هلکانو لپاره دوه جلا ځايونه لرل  تنظيم شوي و  او دغه راز دګوټې دنښې اخستنې  حوزې په ولايتونو ، ولسواليو او کليو کې په همدې ډول تنظيم شوې وې . او په ازموينه کې دشموليت  کارتونه هم دهېواد په ګوټ ګوټ کې دښوونځيو  دګوتې دنښې اخستنې حوزو ته  لېږل شوي و .
  پوهاند خموش زياته کړه چې دکابل ولايت دکانکور دازموينې  له څلورو دورو وروسته به دکانکور ازموينه  دننګرهار په ولايت کې واخستل شي او په پاى کې  دروان کال  دچنګاښ دمياشتې په اوومه نيټه دکانکور  متفرقه ازموينه چې دروان کال وروستى ازموينه به وي ، اخستل کېږي .
ده زياته کړه په متقرقه ازموينه کې هغه داوطلبان چې دهېواد له ګوټ ګوټ څخه دهرې ستونزې  له امله په پخوانيوازموينو کې له ګډون څخه پاتې شوي دي کولاى شي  په دې ازموينه کې  برخه واخلي . 
دازموينې دملي ادارې سرپرست وويل  په هغه صورت کې چې له کومې ستونزې سره مخامخ نه شي په ټول هېواد کې دکانکور دازموينې  نتيجې به دروان کال  دچنګاښ دمياشتې  له  ١٥ نيټې څخه تر شلمې نيټې پورې  اعلام کړي .
  ختم _ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته