سیاست

د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين په کوربه توب له خليلزاد او د سيمې هېوادونو له سفيرانو سره غونډه جوړه شوه

کابل/باختر/ د غبرګولي ۲۳ مه
د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين او سرپرست ادريس زمان په کوربه توب او د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د چين د ولسي جمهوريت، هند جمهوريت او د فدراتيفې روسيې  هېوادونو د سفيرانو او د سيمې هېوادونو د سفيرانو او استازو په ګدون يوه غونډه جوړه شوه.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ادريس زمان له طالبانو سره د خبرو او سولې په اړوند د خليلزاد هڅې وستايلې او د سولې  په خبروکې يې د سيمې هېوادونو د زيات رول غوښتنه وکړه .
سياسي معين د سولې خبرو په بهيرکې د سيمې هېوادونو وڼده وال کولو ته د هڅونې په خاطر د افغانستان د هڅو يادونه وکړه، د استانبول بهير او د آسيا زړه  بهير د مشرانو په شان غوندې او اسلام آباد ته خپلې وروستى سفر يې چې د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په چوکاټ کې ترسره شوى و، ددغه شان هڅو بېلګه وبلله .
خليلزاد هم له طالبانو سره د خپلو خبرو د شپږم پړاو په اړوند سياسي معين او برخه والو ته معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د هغه او طالبانو ترمنځ د خبرو په شپږم  پړاو کې يولړ پرمختګونه شوي دي، زياته يې کړه: د افغانستان له سولې سره د سيمې هېوادونو ملاتړکولاى شي دغه بهير ګړندى کړي او په دې بهيرکې يې د سيمې هېوادونو د زياتې همغږۍ او همکاريو غوښتنه وکړه.
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته