امنیت

په ننګرهارولايت کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ملکې وګړي ټپيان کړل

کابل باختر دمرغومي دويمه
په ننګرهار ولايت کې  پرون ديو ماين دچاودنې له امله دوه تنه ملکې وګړي ټپيان شول .
دشمشادد٢٠٢ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دغه ماين چې  دوسله والوطالبانو له خوا دننګرهار ولايت داچېن ولسوالۍپه مربوطاتو کې  ښخ کړي شوي و د يو شخصي کرولا ډوله موټر دتيريدو په وخت کې وچاوديد چې له امله يې  دموټر دوه تنه سپرلۍ ټپيانې شوې .
ديوبل خبر له مخې دننګرهار ولايت دخوږيانيو ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون  دوه تنه ددغه ولايت په مربوطاتو کې دکوکنارو دکرلو په تور ونيول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته