ورزش

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم، لوبه د فلپين له ټيم سره برابره پاى ته ورسوله

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣١
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د آسيا په چلنج کپ سياليوکې خپله لومړۍ لوبه تېره شپه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د آسيا د چلنج کپ سيالۍ چې له دوو ورځو څخه راپه دې خوا د اتو ټيمونو په ګډون په مالديف کې پيل شوې دي؛ د افغانستان د فوټبال ملي ټيم تېره شپه د فلپين له ملي ټيم سره لومړۍ لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله.
ټاکل شوې ده په دغو سياليوکې دافغانستان دفوټبال ملي ټيم د A  په ګروپ کې سباخپله دويمه لوبه د افغانستان په وخت په اتو بجو او ديرشو دقيقو دترکمنستان د فوټبال له ملي ټيم سره ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته