سیاست

تبصره

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢
دانتخاباتي نظام له اصلاح او دانتخاباتو دکميسيونونو درهبرۍ په کچه کې له بدلون پرته به زموږ راتلوونکي کارونه شفاف نه وي.
دباختر آژانس مبصر ليکي:
دانتخاباتي نظام داصلاح دکميسيون رييس او يو شمير غړو وړمه ورځ دسنا مجلس له يو شمير غړو سره په ګډه غونډه کې خپلو څو ورځينو کارونو نتيجې څرګندې کړې.
دوى دکميسيون دجوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې دانتخاباتي نظام داصلاح لپاره ديوې مناسبې او منلو وړ طرحې د جوړولو په مقصد له مخورو کسانو ، سياسي فعالانو، دمدنې ټولنې له کار کوونکو او خلکو سره سلامشورې او خبرې اترې وکړې او په همدې مقصد يې دهيواد ولايتونو ته سفرونه کړي دي.
ددغه کميسيون رييس دسلامشورو او دمرکه کيدونکو د نظريو په راټولولو سره دې نتيجې ته رسيدلى دى هغه انتخابات چې په تيرو څوارلسو کلونو کې ترسره شوي دي؛ له پراخو تقلباتو سره يو ځاى وو او خلک يې ددغه بهير په نسبت بې اعتماده او بې باوره کړي دي .ځکه نه يوازې د انتخاباتي تقلباتو په برخه کې دخلکو شکايتونه نه دي څيړل شوي؛ بلکې له دغه شان شکايتونو سره سطحي او سليقوي چلند شوى دى او په دې ترتيب خلک دانتخاباتو دترسره کولو په شان دراتلوونکي او دملي بهيرونو په نسبت ناهيلې شوي دي. ددغې مسئلې تر څنګ دامنيت دنشتوالي،د هيواد دوګړو دشمير دنه دقيق والي او تخنيکي ستونزو په ګډون نورې مسئلې او په دواړو کميسيونونو کې دمناسب مديريت د نشتوالى دانتخاباتو په بهير کې دستونزو د رامنځته کيدو سبب شوى دى.
دسياسي کارپوهانو په باور، دنړۍ په هيڅ هيواد کې انتخابات په بشپړه توګه په معياري ډول نه دي ترسره شوي او په هرهيواد کې انتخابات خپلې مشخصې او ټاکلې ستونزې لري خو په افغانستان کې دغه ستونزې له اندازې زياتې وې چې خلک يې دهغو په نسبت بې باور کړي دي اوس دانتخاباتي نظام د اصلاح دکميسيون مسوولينو ته زياتې پوښتنې متوجه کيږي. دوى بايد خلکو ته ځواب ووايي چې په کومې طرحې سره دانتخاباتي نظام داصلاح په لور ګام اخلي.
خلک ټينګار کوي چې ددغه کميسيون مسوولين دې داسې طرحه وړاندې کړي چې په هغې کې ټولې بې باورۍ او بې اعتمادۍ پاى ته ورسول شي. په هيواد کې دانتخاباتو زيات لګښت کم کړى شي او نور تقلب پکې ونه شي.
خلک دې ته سترګې په لاره دي چې قانع کوونکى او معقول ځواب پيدا کړي چې د دوى سياسي راتلوونکى دانتخاباتو په ګډون دملي بهير په شتون کې څرګند دى دوى دخپل هيواد د راتلوونکي په نسبت باور او ډاډ لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته