امنیت

دبدخشان ولايت د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوول: موږ ددغه ولايت په ځينو ولسواليو کې د امنيتي حالت له امله انديښمن يو.

دبدخشان والي : له څو محدودو ولسواليو پرته په نورورولسواليو کې امنيتي ستونزه نه لرو. 

کابلباختر د اسد ٢٢
دبدخشان ولايت د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د ولايتي دفتر مسوول نن ددغه ولايت په زياترو ولسواليو کې د امنيتي حالت له امله انديښنه څرګنده کړه.
په بدخشان ولايت کې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د ولايتي دفتر مسوول سيدمعصوم معصومي دباخترآژانس خبريال ته وويل: موږ دبدخشان ولايت په زياترو ولسواليو کې د امنيتي حالت له امله انديښنه لرو او په ځينو ولسواليوکې زموږ د نوم ليکنې د مرکزونو يو شمېر کارکوونکي ګواښل شوي دي.
دده دڅرګندونو له مخې: همدا اوس په شهدا ولسوالۍ کې د نوم ليکنې کارکوونکي له دفتر څخه بهر نشي وتلي او په هغه صورت کې چې امنيتي مقامات د نوم ليکنې د مرکزو نو د امنيت د تامينولو په باب جدي پاملرنه ونه کړي؛ حالت به لاپسې خراب شي او د نوم ليکنې مرکزونه به وتړل شي.
ده وويل چې همدا اوس د جرم ، بهارک، وردوج ، کران او مجان ، يمګان ،شهدا او دتګاب په ولسواليوکې امنيتي ګوا ښونه شته او زموږ ددفتر کارکوونکي انديښنه لري.
معصومي څرګنده کړه چې د بدخشان په اته ويشتو ولسواليو کې دنوم ليکنې  نهه پنځوس مرکزونه جوړ کړي دي چې تراوسه پورې څه نا څه اتو زرو تنو له نوم ليکنې وروسته د رايې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي چې په سلوکې ديرش يې ښځې دي.
دبدخشان والي ډاکترشاه ولي الله اديب دباخترآژانس خبريال ته وويل: له څو ولسواليو او د وردوج ، جرم اوتګاب په ولسواليو کې د نوم ليکنې له څو مرکزونو پرته چې ترامنيتي ګواښ لاندې دي ، په نورو ولسواليو کې امنيتي ستونزې نشته او موږ ډاډ من يو چې انتخابات به په سمه توګه او له کومې ستو نزې پرته ترسره شي او له دې پلوه کومه انديښنه نشته.
دبدخشان د والي دڅرګندونو له مخې: د مواصلاتي لارو او د پليو لارو د تړل کيدو له پلوه چې د١٣٩٣ کال د وري د مياشتي په ديارلسمه نيټه په ديارلسو ولسواليو کې د واورې د سختو اورښتونو له ا مله تړلې کيږي.
موږ انديښنه لرو او دانتخاباتو له خپلواک کميسيون څخه غواړو چې د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزو نه دې په ګرځنده ډول تنظيم کړي چې ددغه ولايت په لرې پرتو اوغرنيو سيمو کې خلک وکولى شي د رايو ورکولو کارتو نه ترلاسه کړي.
په همدې حال کې د بدخشان ولايت امنيه قوماندان جنرال امام الدين مطمئن ډاډ ورکړ چې د ټولو ولسواليو د نوم ليکنې په مرکزونوکې امنيت تامين دى اوکومه امنيتي ستونزه نشته. يوازې پرون دجرم ولسوالۍ په سوچ کلي کې د امنيتي ځواکونو اود وسله والو طالبانوترمنځ لنډه جګړه ونښته چې له امله يې يو پوليس برسيرن ټپي شو.
مطمئن زياته کړه چې همدا اوس امنيتي حالت ښه دى او د نا امنۍ له پلوه کومه ستو نزه نشته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته