ټولنه

دحج او اوقافو وزارت خبرتيا:

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢١
دحج او اوقافو وزارت خبرتيا:
ټولو کابل ښاريانو او دولتي مقاماتو ته په درنښت خبر ورکول کيږي چې د حاجيانو دچارو دتنظيم بهير دهيواد په مرکز او ولايتونو کې دوام لري.
څرنګه چې دحج دعملي مناسکو لوست دتمثيلى کعبې په درولو او دتعليمي او روزنيز پروګرامونه د روان کال د زمرى دمياشتې په ٢٣ نيټه دپنجشنبې په ورځ پيليږي او د پروګرامونو برخه وال په ٢٤ ساعته ډول دعيدګاه په جامع جومات کې وى له دې امله غوښتنه کيږي چې دفاتحې داخستلو مراسم دې دکابل ښار په يوبل ستر جومات کې پرځاى شي. او دحج او اوقافو وزارت دجوماتونو او حسينيو رياست دې په دې برخه کې لازمې همکارى وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته