سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم : په خپل وخت او په مناسبه بيه دخلکو داړتياوړ لومړنيو توکو وړاندي کول ګيداي شي اغيزمن وي .

٤٠-کابل باختر  د مرغومي يوولسمه

  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  مارشال  محمد قسيم فهيم  نن له غرمې وروسته له يو شمير  ملي سوداګرو او دهيواد دسوداګرۍ  دخونو له مشرتابه هيئت سره  په کتنه کې په هيواد کې د ژمي دفصل درارسيدو په پام کې نيولوسره  دخلکو دلومړنيواړتيا وړ  توکو او مالونو په واردولو باندې  ټينګار وکړ .

  دباختر اطلاعاتي اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ،  ددغې کتنې په بهير کې  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دخبرو په ترڅ کې  يادونه وکړه : دخلکو داقتصادي ستونزو  له امله   که چيري دهغوى داړتيا وړ  لومړني توکي  په خپل وخت او په مناسبو بيو  وړاندي شي  کيداي شي  اغيزمن وي .

  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دخلکو دلومړنيو اړتيا وړ توکو او تجارتي مالونو په واردولو کې دهيواد دملي سوداګرو هلې ځلې  وستايلي او وي ويل  چې دا ستاسو ملي  اووګړني دنده ده چې دپخوا په شان دخلکو د اړتيا وړ او باکيفته مالونو په واردولو کې لازمي هلې ځلې وکړي او دولت هم مکلفيت لري  چې له اړوندو لارو ستاسو دستونزو په حل کولو لاس پورې کړي .

 ددغې کتنې په بهير کې  دهيواد ملي سوداګرو په اړوندو برخو کې خپلې ځينې ستونزې  دجمهوري رياست   له لومړي مرستيال سره  طرحه کړې  او دحل کولو غوښتنه يې  وکړه .

  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  له برخه والو  سره ژمنه وکړه  چې داړوندو مراجعو  له لارې به  ددوى  دستونزو په حل کولو کې لازمې هلې ځلې وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته