سیاست

د هېواد د خپلواکۍ سلمه کالیزه په شانداره مراسمو ونمانځل شوه

کابل / باختر/ د زمري ٣١ مه
د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمه کالیزه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني په ګډون پرون ماښام د دارالامان په بیارغاول شوې ماڼۍ کې ونمانځل شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهور ريیس دارالامان ماڼۍ ته له رسېدو سره سم، په داسې حال کې چې لومړۍ مېرمن او یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو، رهبرانو، ملي او سیاسي شخصیتونو یې ملتیا کوله، د پټۍ په پرې کولو سره د دارالامان بیارغول شوې ماڼۍ پرانیسته.
وروسته، بهرمېشتي افغان وارث وزیري د قران عظیم الشان یو ټوک خطي نسخه جمهور ريیس غني ته ډالۍ کړه.
وزیري وویل، د کتبي تاریخ او د هېواد د معنوي میراث د یوې مهمې برخې د ساتنې لپاره موږ په لندن کې د افغانستان د تاریخي مطالعاتو مرکز په چوکاټ کې ګڼ شمېر کتابونه، معاهدې، مجلې، سفرنامې، نقشې، البمونه او د افغانستان د معاصر تاریخ کمساري ناچاپه آثار په ځانګړي ډول د افغان انګلیس جګړې په اړه راټول او خوندي کړي دي.
په همدې ترتیب، د هېواد جمهور ريیس د دارالامان ماڼۍ درېیم پوړ ته ولاړ او هلته یې د پوستي ټکټ د لیدلو او په افغان پوسټ ټکټ د لاسلیک او ټاپې وهلو ترڅنګ، د تاریخي اثارو نندارتون ولیده.
جمهور ريیس همداراز، د غازي امیر امان الله خان دولتي نښان احمد وفي امین او د غازي وزیر محمد اکبر خان مډال عبدالرحمن عطاش ته د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې او مرمت په برخه کې د هغوی د هڅو او خدمتونو د تقدیرولو له امله ورکړ.
وروسته جمهور ريیس غني او د هېواد لومړۍ مېرمن د دارالامان ماڼۍ ساحه کې چې په رڼاګانو ښکلې شوې وه، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کالیزې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د سیمه ییزو ارګانونو ادارې عمومي ريیس عبدالمتین بېک یادو مراسمو ته په ویناکې وویل: د خپلواکۍ اصلي اتلان د افغانستان خلک دي.
افغانانو هر وخت خپله خاوره له یرغلونو ژغورلې ده، له استعمار سره له مقابلې تر جهاد او مقاومت، له ترورېزم سره له مباررزې د جمهوري نظام لپاره تر درېدو، د دې ازاد او سرلوړي ملت کارنامې دي.
وروسته، د افغانستان د درې زره کلن تصویري تاریخچې بسته چې زموږ د تاریخي عظمت او لرغونتوب ښودنه یې کوله او د بېلابېلو تاریخي دورو زعیمان یې ښودل، نندارې ته وړاندې شوه.
د مراسمو په جریان کې، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د پوهنې ترانې ملي ټیم چې ملي او محلي لباسونه یې اغوستي وو، په پښتو، دري او اوزبیکي ژبو خپلې ښکلې او له هېوادنۍ مینې ډکې ترانې وویلې.
د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د دې مراسمو بله ویناواله وه او پخپلو خبرو کې یې وویل: کله چې شاه امان الله خان خپلواکي واخیسته، لومړنۍ جمله یې دا وه چې وسلې پر ځمکه کېږدئ او قلم واخلئ، ځکه یو بېسواده ملت هیڅکله هم ازاد نه وي.
هغه زیاته کړه، زما د پلار لویه هیله نجونو او هلکانو ته د ښوونځیو جوړول و او مور مې ملکه ثریا د مستورات په نوم، چې وروسته یې نوم په ملالۍ بدل شو، ښوونځی جوړ کړ.
شهزادګۍ هندیه وویل، پلار مې اصیل مسلمان، فوق العاده ملت دوست او مهربانه پلار و او له جمهور ريیس یې د دغې ودانۍ د بیارغاونې له امله چې د ټولو افغانانو لپاره ملي سمبول دی، مننه وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پخپلو خبرو کې وویل: موږ نن د دارالامان ویجاړه شوې ودانۍ بېرته ورغوله. په هماغه تاریخي عظمت د دارالامان ماڼۍ بیاراپورته کېدل، زموږ د ملت له بیاراپورته کېدو سره په زړه پورې ورته والی لري.
هغه زیاته کړه: زموږ ملت ټپي شو. افغانستان ټپي شو، خو نن زموږ ملت لکه د دارالامان ماڼۍ بیا پخپلو پښو ودرېد.
جمهور ريیس وویل: دا ودانۍ د تاریخ یوه بېلګه ده چې ښیي موږ د دولت، عزت او وقار لرونکي یوو. د غازي امان الله خان یاد او خاطرې ژوندۍ ساتو او په ویاړ یې یادونه کوو، خو زموږ اصلي موخه د خپلواکۍ یادول او نمانځنه ده.
جمهور ريیس غني څرګنده کړه: تروریستانو زموږ د بې ګناه هېوادوالو د وینې په تویولو سره وکولای شول د دې ورځې نمانځنه وځنډوي، خو هغوی به هیڅکله هم بریالي نشي چې موږ له پرمختګ، بدلون او ازادۍ غوښتنې څخه وګرځوي.
هغه په ټینګارسره وویل: د افغانستان لوی ملت په کلکې ارادې دا مسیر انتخاب کړی او حرکت به پرې کوي.
د دې ورځې نمانځنه د دې لپاره مهمه ده چې دا ورځ د ملي یووالي، ملي پیوستون او د تحول او غوره راتلونکي لپاره د ژمنې نوي کولو فرصت دی.
د هېواد جمهور ريیس څرګنده کړه: موږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو. هیڅکله به یوه کوچني اقلیت ته چې زموږ د ملي او تاریخي سمبولونو، ازادۍ او پرمختګ دښمن دی، تسلیم نشو.
جمهور ريیس وویل: د افغانستان دښمنانو ډېره هڅه وکړه چې زموږ تاریخي سمبولونه له منځه یوسي، خو سل کاله کېږي د هغوی دغه هڅې ناکامېږي او موږ د تېري او یرغل له خاورې او ایرو راپورته کېږو، راپورته کېږو او راپورته کېږو.
جمهور ريیس غني څرګنده کړه: ډارن، شیطان صفته او د دې خاورې کینه کښ دښمن د بودا مجسمې په ډالۍ شویو باروتو ورانې کړې، ترڅو په چاودنو سره موږ له لرغوني تمدن څخه جلا کړي، خو ناکامه شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس وویل: له خاورو جوړ شوی بودا ونړول شو، خو هغه بودا چې ښیي موږ هیڅکله بې معرفته او بې علمه نه وو، د ورانېدو او ویجاړېدو نه دی. هیڅ باروت زموږ هویت نشي الوزولی.
هغه زیاته کړه: د ننګرهار او د پکتیا د میرزکې تاریخي اثار یې لوټ کړل او په پنجاب کې یې پخپلو کورونو کې نندارې ته کېښودل، هغوی د دې لپاره دا کار وکړ، ترڅو ننګرهار او پکتیا له خپل لوی تاریخ څخه جلا کړي او دغه دوه ولایتونه د خپل حاکمیت یوه برخه وبولي.
جمهور ريیس وویل: کله چې یې د دین تر نقاب لاندې په کندهار برید وکړ، هغوی هڅه وکړه چې باوقاره او لوی کندهار د تفرقې په مرکز بدل کړي، څه یې وکړل؟هغوی ناکامه شول.
جمهور ريیس محمد اشرف غني وویل، پروان تر پخوا لا ډېر زرغون او غښتلی ولاړ دی. دغه لرغونې ساحه چې زرګونه کاله د تمدنونو متن یا لاره وه، دوی غوښتل په سوځول شوې ځمکه یې بدل کړي. خو ونتوانېدل او وبه نه توانېږي. پروان لکه د افسانوي مارغه بېرته له اېرو راپورته شو او والوت.
جمهور ريیس وویل: د دارالامان ماڼۍ د پرانیستو موخه دا نه ده چې زموږ بې وزله ملت ماڼیو ته اړتیا لري. نه، دا د دې لپاره دی چې وښیو که موږ هر څومره بېوزله شو هویت نه پلورو. که هر څومره وږي پاتې شو، نه تسلیمېږو. پخپلو مټو هم خپل هویت ساتو او هم یې غښتلی کوو.
جمهور ريیس زیاته کړه: موږ د پایدراه دولت بنسټ ایښی او ان شاءالله دا ملت به یې غښتلی کړي. داسې دولت چې تر یوه بیرغ لاندې د دې ځمکې د هر فرد د عزت او شرف، د هر افغان ښځې او نارینه، هر عالم او کروندګر او هر افغان ماشوم ساتنه وکړي او زموږ د قوي ملي احساس استازیتوب وکولای شي.
جمهور ريیس وویل، د دې ملت دا تاریخي پېغور باید پای ته ورسووچې قوي دولت یې نه دی لرلی او یوازې جمهوریت دی چې له بل هر افغان سره د یوه افغان برابري تامینوي. ورک شوی جمهوریت زموږ د ملت تاریخ دی او هغه مو بېرته موندلی او درې رنګه بیرغ تر یوه واحد ملي چتر لاندې د اوسېدو لپاره زموږ اجماع ده.
جمهور ريیس څرګنده کړه: هغه کورنۍ چې اولادونه یې په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې په خدمت کې دي، زموږ د ټولنې غمي دي، ویاړ او درناوی یې کوو او د شهیدانو یاد زموږ په زړونو کې ژوندی دی. هغه زیاته کړه، زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړتیا او ملي غرور، دښمن هیڅکله موږ ته ماته نشي راکولی.
جمهور ريیس څرګنده کړه، موږ سوله راولو، هغه سوله چې په هغه کې زموږ وقار غښتلی شي او ملت مو بې غږه او چوپ نشي، لورګانې مو له وېرې پرته ښوونځیو ته لاړې شي او مېرمنې په دولت، اقتصاد او ټولنه کې مشارکت ولري او ټول افغانان تر درې رنګه بیرغ لاندې راټول شي.
هغه وویل، موږ هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوو چې زموږ تر ښکلي ملي هویت لاندې باروت کېږدي.
جمهور ريیس وویل: د سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ پر روانو خبرو نظارت لرو. په دې اړه موږ ځکه چوپ یوو او معلومات نه شریکوو چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې نه دي پیل شوي او کله چې امریکا او طالبان تفاهم ته ورسېږي او له طالبانو سره زموږ مذاکرات پیل شي، موږ  به د دې پروسې ټول جزئیات له خلکو سره شریک کړو.
هغه څرګنده کړه، ټاکنې ترسره کېږي او د جمهوریت د بقا لپاره شفافې ټاکنې ډېرې مهمې دي او د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره بېساری تیاری نیول شوی دی.
په مراسمو کې د جمهور ريیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، قاضي القضات او د سترې محکمې ريیس، د مشرانو جرګې او ولسي جرګې مشرانو، د ملي امنیت سلاکار، لوی څارنوال، شهزادګۍ هندیه او شهزادګۍ ناجیه، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو، د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم مرستیال امرالله صالح، د افغانستان د عالمانو سراسري شورا ريیس، د ملي شورا او سترې محکمې یو شمېر غړو، د وسله والو ځواکونو یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د مېشتو دوستو هېوادونو یو شمېر سفیرانو او استازو او د مرکز او ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکو حضور درلود.
پاىجهانيار

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته