نړۍ

اسراييلو د وسلو دليږدونې يوه بيړۍ نيولې ده.

تل البيب- بى بى سي – باختر دکب دمياشتې ١٥
يوه بيړۍ  چې د غزې ښارته    روانه وه د  اسراييلو له خوا  ونيول شو.
باختر آژانس دبى بي سي له خولې خبر راکړ : 
اسراييلو ويلي دي چې په  دغې بيړۍ  کې په سوريې کې جوړ شوى توغندي کشف
کړى دى   او بيړى يې د اسراييلو ساحل ته  وړې ده  .
داسراييلو يو پوځي خبرځاى ويلي دي چې دغه بيړۍ  دپانامې په بيرغ سره روانه
وه چې داسراييلو دغه   بيړى په نړيوالو اوبو کې نيولې ده او دبيړۍ عمله د بيړۍ  له بار څخه بې  خبره   وو.
دحماس ډلې چې  دغزې د تړانګى کنترول په واک کى لرى له ايران څخه  دوسلو ليږدول ردکړي دي او د اسراييلو دخبرځايونو رپوټ يې دغزې دکلابندي لپاره هڅې بللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته