سیاستTOP

د بلجیم نااستوګن سفیر سره د جمهورريیس د مخه ښې کتنه

کابل / د غبرګولي١٩مه / باختر
جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د بلجیم نااستوګن سفیر فلیپ برونچاین سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د دوه اړخیزه همکاریو، د افغانستان د سولې پروسې او د افغانستان او بین المللي ټولنې ترمنځ د همکاریو نوي فصل په اړه خبرې وشوې.
جمهورريیس غني د دې ترڅنګ چې فلیپ برونچاین ته په راتلونکي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه، له افغانستان سره په دوو لسیزو کې د بلجیم د مرستو او همکاریو په ځانګړي ډول د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هیواد د ځواکونو د همکاریو قدرداني وکړه او د ګډو ارزښتونو په ساتنه کې یې د یاد هیواد رول مهم وباله.
د بلجیم نااستوګن سفیر په افغانستان کې پخپل ماموریت خوښوي وښوده، د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د ښځو او بشري حقونو ارزښتونو په ساتنې د ټینګار ترڅنګ یې له افغانستان سره د خپل هیواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ. #
پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته