امنیت

د پکتيا يو اوسېدونکى په چاودنه کې ووژل شو

 کابل / د وري ٣٠مه / باختر
په پکتيا کې يو ملکي وګړى د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
قرباني د ټکسي موټر چلوونکى و چې پرون ناوخته د ګردېز ښار په رباط کلي کې د ده د سپرلۍ موټر په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
د پکتيا يوه امنيتي مقام له باختر آژانس سره په اړيکه کې وسله وال طالبان د دغې ماين ښخونې عامل وباله.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته