خبرونهنړۍ

د فلسطین پر ملاتړ لاریونونه؛ حماس پر تلبیب تازه توغندیز بریدونه کړي

نړۍ، د مرغومې ۱۱مه، بهرنۍ رسنۍ

دا چې غزه کې د روانې جګړې له امله انساني تلفات ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دي، پرون یکشنبې او نن د نړۍ په بېلابېو لویو ښارونو لکه د پاکستان په لاهور، د عراق په بغداد، د لبنان په بیروت او ځینو نورو هغو کې خلک د فلسطین پر ملاتړ او اسرایلو پر ضد لارو او کوڅو ته راوتلي او د صهیونستي رژیم روان ظلم یې غندلی او ژر تر ژره یې د دغه کړکېچ درېدل غوښتي دي.

ورته وخت کې د صهیونستي رژیم رسنیو راپور ورکړی، چې د نوي زیږدیز کال له پیل سره سم د حماس غورځنګ له لوري د تلبیب ښار له سختو توغندیزو بریدونو سره مخ شوی، چې مرګ ژوبله هم لري.

د اسراییلو ۱۲ ټلویزیوني چینل راپورو ورکړی، چې دغه بریدونه په داسې مهال شوي چې صهیونستي رژیم د حماس غورځنګ د توغندیز سیستم د ۹۰ سلنه له منځه وړلو ادعا کوي، خو د تېرې شپې تازه بریدونو وښودله چې دغه غورځنګ لاهم په قوت کې دی.

ځینو اسراییلي چارواکو د حماس دغه بریدونه د نوي کال ډالۍ بللې ده.

ورته وخت کې د غزې په نورو برخو او شغالي سیمو کې هم صهیونستي پوځیان د حماس غورځنګ او د مقاومت د نورو ډلو له سختو عملیاتو سره مخ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته