اقتصاد

دصادروونکو ملي اتحاديه جوړ ه شوه .

کابل- باختر  دسلواغي اتلسمه:
د صادروونکو ملي اتحاديه د جمهور رييس د مرستيال محمدکريم خليلي په شتون جوړ ه شوه او د روان کال غوره صادروونکي وستايل شول .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په هغې غونډه کې چې له همدې امله  دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو د خونو له خواجوړ ه شوې وه؛ د سوداګرۍ او صنايعو وزير ډاکتر انوارالحق احدي ، دکرنې او اوبولګولو وزير محمد آصف رحيمي ، دکانونو وزير وحيدالله شهراني او نورو جګپوړو دولتي مقاماتو، د سوداګرۍ او صنايعو د خونو دمشرتابه هيئت، ملي سوداګرو، صنعتکارانو او صادروونکو ګډون کړي وو.
دجمهور رييس مرستيال د دغې اتحاديې جوړول د هيواد د اقتصادي ودې او غوړيدو او د صادراتو د زياتوالې په لاره کې يوګام وباله او له دغې اتحاديې سره د دولت دمشرتابه دملاتړ د اعلامولو په ترڅ کې يې څرګنده کړه چې دولت هلې ځلې کوي، د بازار د اقتصاد د نظام په لاره کې دخصوصي سکټور هڅوونکي وي او د هغوى د توليدي او خدماتي فعاليتونو مصوونيت د قانون په چوکاټ کې تامين کړي .
دجمهور رييس مرستيال د بازار د نظم له ښيګڼو څخه د استفادې او له لکښت  کوونکو او مستهلکينو سره د ملاتړ په لاره کې هيوادوالو ته د برابرو فرصتونو برابرول، د دولت مکلفيتونه  وبلل او د واټونو او هوايي ډګرونو دجوړولو ، روزنيزو خدمتونو ، بريښنا رسولو او بانکوالي په ګډون، اقتصادي بنسټونو ته پاملرنه يې  دخصوصي سکټور په وده او د بيو په تعديل کې اغيزمن وبلل .
ده د ( دامپينګ ) ، ( تباني ) ، ( انحصار او ( احتکار ) په شان له غير قانوني چلندونو څخه استفاده د اقتصادي لارې پرسر پراته  خنډونه  وبلل او د دغو ستونزو په حل کولو باندې ټينګار په ترڅ کې يې زياته کړه چې دولت په هيوادکې دپانګونې  دامنيت په تامينولو هوډمن دي او هلې ځلې کوي چې ( بيمه ) د يو ضروري او اغيزمن مرکز په توګه د اقتصادي فعاليتونو په وده او پراختيا کې ترويج کړي .
دجمهور رييس مرستيال دځينو مالياتو دتخفيف او معافيت  په وارداتو د تعرفې  د لوړولواو دخصوصي سکتور دملاتړ په لاره کې دوزيرانو شورا داقتصادي کميټې دمصوبو يادونه وکړه او د صادراتو په زياتولو کې يې دملي او نړيوالو ستندردونو رعايتول  ډير ارزښتناک وبلل .
ده څرګنده کړه: تراوسه پورې د خوراکي توکو او دکرنې درملو، د نفتي محصولاتو، بريښنااو د برقي سامان الاتو، نساجي ، د ژوندانه د چاپيريال، اوزانو او مقياس ستندردونه د  (مهندسي) او (ساختماني) ، ښاري پرمختيا ، لويو لارو اوسړکونو  او پلونو د ډيزاين  د سندرد په ګډون، څلور ساختماني کودونه د ستندرد په عالي شورا کې تصويب شوي دي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزير ډاکترانوارالحق احدي د صادراتو په پياوړتيا او دهيواد په اقتصادي پرمختګ کې د هغو د رول په ارزښت باندې دټينګار په  ترڅ کې ميوې ، غالې او د مرمر ډبرې دهيواد مهم صادراتي اقلام وبلل او په دې برخه کې يې د ملي او نړيوالو سنتندردونو په رعايتولو باندې ټينګار وکړ.
د سوداګرۍ او صنايعو وزير د هيواد اقتصادي حالت په سمون او د صادراتو په زياتوالې کې د دولت او د خصوصي سکټور ترمنځ لازياته همغږي مهمه وبلله او له خصوصي سکټور سره يې د دولت په ملاتړباندې ټينګار وکړ.
د سوداګرۍ او صنايعو  د خونو د عامل هيئت رييس قربان حقجو او د دغو خونو لومړي مرستيال خانجان الکوزي او د صادروونکو د ملي اتحاديې رييس چې د دغې غونډې نور ويناوالو، په هيوادکې په اقتصادي برخه کې ترلاسه شويو پرمختګونو ته د اشارې په ترڅ کې له کورنيو توليداتو سره د دولت د زيات ملاتړ غوښتنه وکړه .
د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د عامل هيئت د رييس دڅرګندونو له مخې: لاتراوسه پورې هم په افغانستان کې د پياوړې اقتصاد د ودې په لاره کې ستونزې شته چې د هغو د له منځه وړلو لپاره يې د صادراتي مالونو د معياري کولو ، د صادروونکو شرکتونو د کلني بيلانس په وړاندې کولو کې د اوسنيو ستونزو دحل کولو، د پروسس د فابريکو جوړولو ته  د پانګې اچوونکو د هڅونې ، د سړو خونو د جوړولو، په غير قانوني ډول د پيسو دغوښتنې د مخنيوي ، د بازار موندلو لپاره د هلوځلو ، د ترانزيتي ستونزو د حل کولو، د ترانسپورتي اسانتياو د برابرولو ، دملاتړيزو تعرفو د وضع کولو او د صنعتي پارکونو د جوړولو په باب يې يو لړ وړانديزونه طرحه کړل .
  په دې غونډه کې د وچو ميوو، غاليو ، قيمتي او تعميراتي ډبرو ، طبي بوټو ، تازه ميوو، سبو ، صنعتي توليداتو ، غلو دانو او دلاسي صنايعو دصادراتو په برخو کې يو شمېر غوره صادروونکي برخه والو ته وروپيژندل شول او د ستاينې وړوګرځيدل .
دغونډې په  پاى کې  د جمهور رييس مرستيال د هغو کورنيو توليداتو نندارتون هم وکوت چې په دغه ځاى کي جوړ شوى و .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته