امنیت

د طالبانو دوه کليدي غړي په لوګرکې ونيول شول

کابل/ د مرغومي ٢مه/ باختر
د طالبانو دوه کليدي غړي تېره شپه په لوګرکې د پوليسو د ځانګړو قطعاتو ځواکونو په عملياتوکې ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د وسله والو طالبانو دوه کليدي غړي چې په لوګرکې يې په زياترو ورانکارو او تروريستي فعاليتونو او د ماينونو په ښخولوکې فعال رول درلود؛ د دغه ولايت د بره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتوکې دپوليسو دځانګړو قطعاتو ځواکونو په عملياتوکې ونيول شول.
له دغوکسانو څخه دوه مخابرې او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته