امنیت

په تخار کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت.

کابل باختر دثور اوولسمه :
په تخار ولايت کې دنويو نښتو له امله دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنو پاکستاني  جګړه مارانو په ګډون ديارلس تنه وسله وال  طالبان  ووژل شول او درې ويشت تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړې نن سهار دتخار ولايت دخواجه غار ولسوالۍ دهزار باغ په سيمه کې  هغه وخت ونښتې چې په لسګونو تنو يرغلګرو په څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
دتخار ولايت  يوه امنيتي  مسوول  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې ديارلس  تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې ويشت تنه نور يې ټپيان شول .
ده ومنله چې په وژل شويو کسانو او ټپيانو کې دوسله والو طالبانو دډلې  څو تنه پاکستاني جګړه ماران  هم شامل دي .
تراوسه پورې طالبانو په دې باب  څه نه دي ويلي .
درارسيدلو خبرونو له مخې،  ددغه بريد په بهير کې  پوځيانو په وسله والو طالبانو سختې ډزې وګړې او زياتره يې وتښتيدل .
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې پوځيانو دوسله والو طالبانو په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته