سیاست

جمهور رئیس غني: موږ باید د ټاکنو د ترسره کولو لپاره غوره سیستم ولرو

کابلباختر دکب د مياشتې ٢٢مه
د ټاکنو د تیاریو په اړه د ناستو په لړکې تېر ماښام په همدې موخه د ټاکنیزو کمیسیونونو د کمیشنرانو او مرسته کوونکو هېوادونو په ګډون غونډه جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، پر جمهور رئیس سربېره، د جمهوررئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله او د کابینې یو شمېر وزیرانو هم حضور درلود، د ټاکنو په بهیرکې له ټکنالوژۍ څخه د ګټه اخیستنې د طرز په اړه بحث او خبرې وشوې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس او د دغه کمیسیون د دارالانشا رئیس د ټاکنوپه بهیرکې له ټکنالوژۍ څخه د استفادې په خاطر د ارزونو په اړه معلومات ورکړل ويې ویل، له ټکنالوزۍ څخه د ګټه اخیستنې قوي او کمزوري ټکي مو وارزول او بالاخره دې پایلې ته ورسېدو چې د ټاکنو بهیرکې له ټکنالوژۍ څخه استفاده وشي.
په دې غونډه کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ټاکنوپه بهیرکې د مرستندويوهېوادونو له استازو سره د خپلو ناستو په اړه معلومات ورکړل.
ورپسې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله د ټاکنو په بهیر کې د ټکنالوژۍ له ښېګڼو څخه د ګټه اخیستنې په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه د مرستندويوهېوادونو استازو هم په دې اړه خپل نظریات شریک کړل ويې ویل چې ټاکنې یوه افغاني پروسه ده او موږ په دې بهیرکې د افغانستان حکومت ترڅنګ یوو او د ټاکنو د ترسره کولو ملاتړ کوو. 
ورپسې جمهور رئیس غني خبرې وکړې ويې ویل: د ټاکنو پیاوړې اراده لرو او د ټاکنو پروسې مشروعیت موږ ته مهم دی، له همدې امله باید ټاکنې په شفافه توګه وشي او په دې بهیرکې هیڅ ډول مداخله ونشي.
جمهور رئیس دې ته په اشارې چې د ټاکنو ترسره کول د افغانستان دولت لومړیتوب دی؛ وویل: موږ آن په ۲۰۰۲ م کال کې وړاندیز کړی و چې د ټاکنو په بهیر کې دې له ټکنالوژۍ څخه ګټه واخیستل شي، چې د ځینو دلایلو له مخې دا کار ونشو، خو په راتلوونکو ټاکنوکې له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنې ته ژمن یوو، ترڅو د هغو شفافیت تضمین شي.
د هېواد جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ باید له تېرو تجربو څخه په ګټه اخیستنې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره غوره سیستم ولرو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته