کابل باختر د وږي دوه ويشتمه :
دايران دولت يو وژونکى دکورنيو چارو وزارت انترپول ته وسپاره .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي .
يو وژونکى چې د وژنې دجرم له ترسره کولو وروسته ايران ته تښتيدلى و دمجرمينو د استرداد دموافقه ليک او ددواړو هيوادونو دانترپول پوليسو ترمنځ دمتقابلو همکاريو له مخې دايران پوليسو وژونکى ونيوه او دکورنيو چارو وزارت انترپول ته يې وسپاره .
دکورنيو چارو وزارت دانترپول درييس مل پاسوال سيد افندي دڅرګندونوله مخې : نيول شوى مشکوک زيارت ګل نوميږي او دکاپيسا ولايت دمحمود راقي ښار اوسيدونکى دى چې پخوايې په وژنې لاس پورې کړى و او ايران ته تښتيدلى و .
1 د یوې دقیقې څخه لږ