ټولنه

څلور ورځنۍ اشر پيل شو.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
په بلخ ولايت کې دڅلور ورځنۍ حشر کار پيل شو .
دبلخ ولايت ملکي او نظامي کارکوونکو او منسوبينو په مزارشريف ښار او دهغه په شاوخوا کې دعمومي اشر کار پيل کړ.
داشر دغه کار دنيکمرغه لوى اختر د رارسيدو په مناسبت دبلخ ولايت دمقام له پريکړې سره سم پيل شوى دى .
دمزارشريف ښاروالۍ سرپرست جان محمد دباختر آژانس خبريال ته وويل :- داشر په دې کارکې په ورځ کې سل تنه کابو ٣٠٠ مکعب متره کثافات راټولوي او د ښاروالۍ دکارکوونکو له خوا له ښار څخه بهر ته ليږدول کيږي.
ويل کيږي چې داشر دغه کار د څلورو ورځو لپاره د سهار له شپږو بجو څخه دمازيګر تر ٤ بجو پورې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته