امنیت

دکابل ښار په لسمه ناحيه کې چاودنه وشوه

کابل- باختر د مرغومې دمياشتې ٢
د کابل ښار د لسمې ناحيې په مربوطاتو کې نن سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې چاودنه وشوه.
د کابل پوليسو د لسمې حوزې آمر جنرال نجيب الله سمسور د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې چاودنه کې چې د قلعه فتح الله د دريم سړک په ساحه کې وشوه؛ چاته زيان نه دى اوښتى.
ده وويل: د دغې حوزې منسوبين د څيړنې په خاطر په ساحه کې په کار بوخت دي او په سيمه کې دوه تنه مشکوک کسان هم د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
ده وويل: لومړنې څيړنو وښودله؛ يوه سرګلوله چې له پخوا څخه په وياله کې پاتې وه؛ چاوديدلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته