امنیت

يوولس تنه ډار اچوونکي دهيواد په بيلابيلو سيمو کې ووژل شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
دهيواد په بيلابيلو سيمو کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو د يرغليزو او چاڼيزو عملياتو په بهير کې يوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د٢٠٩ شاهين قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ .
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دبغلان ولايت د دهنه غوري ولسوالۍ په ګاوي سيمه کې دامنيت دتامينولو او د ډار اچوونکو او تروريستانو دځپلو په موخه  دنويد ١٤ په نامه دامنيتي او دفاعي ځواکونو دګډو عملياتو او ددغو ځواکونو دهوايي بريدونو په بهير کې شپږ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي دغه راز دفارياب ولايت دپشتونکوټ ولسوالۍ دتيلان په کلي کې د ډار اچوونکو دځپلو په موخه د ظفر ١١ په نامه د دفاعي او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې څلور تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي او د ٢٠٩ شاهين قول اردو لومړى پلې لوا دتطهير ټيم له خوا يو ماين کشف او شنډ کړى شوى دى او دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ دچهارشنبې په ساحو کې يو تروريست وژل شوى او دولس تنه نور ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته