۱۰۰ ورځې

دجمهوري رياست په انتخاباتو کې له ډاکتر عبدالله سره دپکتيا دخلکو ملاتړ .

کابل باختر د غبرګولي  نهمه :
دپکتيا ولايت په زرګونو تنو خلکو په يوه غونډه کې دافغانستان دجمهوري رياست په انتخاباتو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله له نوماندۍ سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
  په دې غونډه کې برخه والو پکتياوالو بې وزلي ، تروريزم ، قومي اختلافونه او په افغانستان کې داساسي بنسټونو جوړولو ته نه پاملرنه  مهم چلنجونه وبلل او دخپلې خوښې له نوماند څخه يې وغوښتل چې په انتخاباتو کې دبرياليتوب په صورت کې دې دغو چلنجونو ته پاملرنه وکړ ي
؛ دپکتيا دخلکو استازي امان الله ځدران په دې غونډه کې وويل چې دډاکتر عبدالله په مشرۍ  داصلاحاتو او پيوستون  ټيم دبيلابيلو  قومونو او اړخونو دسياستوالو اومشرانو په لرلو سره دبرياليتوب په  صورت کې کولاي شي افغانستان دترقي او پرمختګ کاروان ته ورسوي  له بلې خوا په زرګونو تنو دغزني ولايت په مالستان ولسوالۍ کې ديوې غونډې په ترڅ کې دجمهوري رياست په انتخاباتو کې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
ډاکتر عبدالله په دې غونډه کې دغزني له خلکو سره ژمنه وکړه چې دبرياليتوب په صورت کې په افغانستان کې  بې وزلي وزګارتيا او تروريزم  پاى ته رسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته