امنیت

د هېواد په خیتځ کې د افغان ځواکونو سرښندنې وستایل شوې

جلال آباد/باختر/ د غبرګولي ۲۶ مه
د ننګرهار د ولایتی شورا غړو په دغه ولایت کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلي لوا په قوماندانۍ کې د ملي اردو ځواکونو سرښندنې وستایلې .
په دې ستاین غونډه کې چې مشري یې د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت کوله، پکې د څلورمې پلي لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي ته د بریالیتوبونو په موخه د ډالۍ په توګه توره او سرتېرو ته د درنښت په موخه د سرتېرو استازي ته د قدردانۍ لونګۍ په سر کړی شوه.
د ولایتي شورا رئیس احمدعلي حضرت په جوړې شوې غونډه کې سرتېرو ته په خطاب کې وویل: همدا ستاسو هڅې او قربانۍ دي چې د ننګرهار بټي کوټ، غني خېل، لعلپورې او نورې ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له ظلم څخه وژغورل شوې.
هغه زیاته کړه: ستاسې شپه او ورځ ستړياوې او بيداري ده چې نن د ننګرهار ولسونه بېلابېلو ولسواليو ته په ډاډه زړه تګ راتګ کوي او خپل ورځني کارونه پرمخ وړي.
حضرت له سرتېرو څخه وغوښتل، ترڅو د تېر په شان صادقانه خدمت وکړي او د ولسونو باور په خپل ځانونو نور هم زيات کړي .
هغه سرتېرو ته ډاډ ورکړ: خلک ستاسو ترڅنګ ولاړ دي، دوی چمتو دي له خپلو سرتيرو سره د دښمن پر وړاندې اوږه پر اوږه وجنګېږي.
په جوړې شوې غونډه کې د څلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي د ولایتی شورا له رئيس او غړو څخه مننه وکړه چې د دوی عملیات او فعالیتونه وستایل.
هغه ډاډ ورکړ چې د ملي اردو ځواکونه به لا هم په لوړ مورال سره په دغه ولایت کې د دښمن د لمنځه وړلو په موخه شپه او ورځ هلې ځلې وکړي .
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته