کابل/ باختر/ د مرغومي د میاشتې ۱۱مه
د امنیتي او دفاعي سکټور غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ پرون مازیګر د ملي امنیت شورا په دفتر کې جوړه شوه.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکټور مشرتابه، د پلازمېنې او نورو ولایتونو د امنیتي وضعیت راپور غونډې ته وړاندې کړ.
د ملي امنیت سلاکار په وروستیو څلورو کلونو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپلواکې دفاع قدرداني وکړه او همدا شان یې د امنیتي ځواکونو تجهیز، تقویت او د ظرفیت پر لوړ والي ټینګار وکړ.
هغه د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې د مبارزې برخه کې د افغان سرتېرو هڅې او قربانۍ وستایلې او د وزارتونو پر لا زیاتو امنیتي تدابیرو یې ټینګار وکړ.
غونډې ته همدا شان د امنیتي او دفاعي سکټور مشرتابه، له ګواښ سره د مخ سیمو او له ګواښونو سره د مبارزې د څرنګوالي د طرحې او پلان راپور وړاندې کړ.
هغوی وویل: امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره همغږۍ او انسجام د دښمن ځپلو ته دوام ورکوي او د هغوی شومې دسیسې یې په هر ځای کې شنډې کړې دي.
له دې سره، غونډې ته د هېوادوالو د هر اړخیر امنیت تامین اړوند د جدي اقداماتو ډاډ ورکړل شو.#
پای – ج
1 1 دقیقه لوستل