کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
٢٢ تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول او څه ناڅه شل تنه نور ټپيان شول .
په دغوجګړو کې دملي اردو څلور تنه سرتيري شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول .
جګړه هغه وخت ونښته چې په لسګونو تنو وسله والو طالبان دبالابلوک ولسوالۍ په دهزک سيمه کې دملي اردو په پوستو بريدونه وکړل .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې ٢٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .
ده دطالبانو په بريدونوکې دملي اردو دڅلورو تنو دشهادت او دشپږو تنو نورو د ټپي کيدوخبر تاييد کړل .
جګړې دشپې له لسو بجو څخه پيل شوې او دنن سهار تر څلورو بجو پورې دوام وکړ او طالبانو دسر دزيانونو په ورکولو سره وتښتيدل .
په همدې حال کې دسيمې يوشمير اوسيدونکي وايي چې طالبانو په دغه بريدونوکې دملي اردو ديوه قرارګاه په نيولو بريالي شوي دي او ددوى وسلې له ځان سره بيولې دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم