سیاست

ايزديار دپنجشير ولايت دلوړو زده کړو دموسسې له ځينومسوولينو سره وکتل .

کابل باختر دسلواغې  اووه ويشتمه
دمشرانو جرګې  لومړى نايب  محمدعلم ايزديار په داسې حال کې چې ددغه مجلس منشي  اويوشمير سناتوران هم حاضر و  دتمثيلي محکمې  په سياليو کې  دبرياليتوب په باب  دپنجشير ولايت  دلوړو زده کړو دموسسې  دځينومسوولينو  اومحصلانو هلې ځلې وستايلې .  دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، دپنجشير ولايت  دلوړو زده کړو دموسسې رييس  سيف الله ضيايي وويل په هغوسياليو کې چې  دهيواد ددولسو پوهنتونونو ترمنځ د( فليپ سي جيسپ  )  دتمثيلي محکمې په نامه پيل شوې وې  دبلخ پوهنتون  دتاريخي لرغونتيا له پلوه  او دپنجشير دلوړو زده کړو موسسه  دځوانو تحصيلي بنسټونه  په ډله کې  په دغوسياليو کې  په ګډون سره  بريالي شول  چې دافغانستان دپوهنتونونو په استازيتوب په هغوسياليو کې برخه واخلي  چې دپنځه سوه پنځوسو ټيمونوترمنځ په امريکا کې ترسره کيږي .
دسنامجلس لومړى نايب  په دغوسياليو کې  دګډون په خاطر  ددغو محصلانو برياليتوب  دمحصلانو په هڅونه کې  ګټور وباله  او په دې برخه کې يې دمسوولينو  دهلوځلو له امله قدرداني وکړه .
دفليپ سي  جيسپ  دتمثيلي محکمې سيالي  په نړۍ کې  دنمايشي محکمې په برخه کې ډيره ستره نړيواله  سيالي ده  چې  دپوهنتونونو  دحقوقودمحصلانو  دنړيوالې ټولنې له خوا  ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته