سیاست

دانجینیر محمد خان دغندنې پیغام!

کابل باختر- د تلې د مياشتې ٢٠ مه:
د کابل ښار د کارته سخي په زیارت کې د وروستي ترهګریز برید په اړه د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان دغندنې پیغام!
په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د کابل ښار د دریمي حوزې اړوند د کارته سخي په زیارت کې د عاشورا په عزادارانو د ډله اییز ترهګریز برید له امله زموږ یو شمېر بیګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.
د هیواد خدای ناترسه دښمنانو یو ځل بیا څرګنده کړه چې دوی له ولس سره په ښکاره توګه دښمني کوي، د پردیو په لمسون په هیواد کې وحشیانه او ډار اچوونکي بریدونه تر سره کوی او د مظلوموملکي افغانانو وینه تویوي، زه دغه بريدونه په کلکو ټکو غندم.
د عاشورا په مراسمو، جوماتونو او مذهبي ځایونو بریدونه د هیڅ دین له مخې جواز نه لري، اسلام دغه ډول بریدونه ناروا ګڼې او ددې ترڅنګ بشري جنایت يې ګڼي.
په دې برید کې شهیدانوته د فردوست جنت ټپیانو ته دڅښتن تعالی له دربارڅخه دسملاسي روغتيا اوکورنۍ او دوستانوته يې د جمیل صبر هيله کوم.ختم- ف

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته