سیاست

د قندهار والي دچين له ولسي جمهوريت سره دتجارتي اړيکو په پياوړتيا باندې ټينګار وکړ

کابل باختر د وږې دمياشتې ٩ :
دقندهار والي په کابل کې دچين دولسي جمهوريت  له سفيرسره په کتنه کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ دتجارتي اړيکو په پياوړتيا باندې ټينګاروکړ.
په کابل کې دچين سفير  دافغانستان  دغه  جنوبي ولايت قندهار ته  دخپل سفر هدف  له  دغه ولايت سره  دتجارتي او ديپلوماتيکي اړيکو زياته پياوړتيا وبلله.
دقندهار والي  دچين له سفير څخه وغوښتل  چې په دغه ولايت کې دې ددغه هېواد قونسلګري پرانيزي.
ده دغه راز وويل چې په قندهار کې دچين دقونسلګرۍ په پرانستلو سره په دغه ولايت کې  سوداګرو ته زياتې آسانتياوې برابريږي.
په همدې حال کې  په قندهار ولايت کې يوزيات شمير سوداګرو هم  دچين له سفير سره په کتنه کې   غوښتنه وکړه چې په قندهار کې دې دچين قونسلګري پرانستل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته