نړۍ

ايټاليا دوارسا اوبروکسل په کنفرانسونو کې له افغانستان سره خپلې ژمنې نوې کوي

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢٨:
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت معين اوسرپرست 
ډاکترنصيراحمدانديشه پرون دخپل کار په دفتر کې په کابل کې دايټاليا
جمهوريت له  نوي سفير روبرتوکانتون سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
لومړى ډاکتر نصيراحمدانديشه ددواړو هېوادونو دتاريخي اوسياسي  اړيکو په ژورتيا باندې ټينګار وکړ اوپه هغو دندو کې يې چې  دايټاليا سفيريې په مخ کې لري دده دبرياليتوب هيله وکړه .
په دې کتنه کې دايټاليا سفير  ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو دلرغونتيا او دافغانستان په بيا  جوړولو اواقتصادي پرمختيا کې دايټاليا ددايمي اقتصادي ژمنو او  ددغه هېواد دخلکو دعلاقمندۍ يادونه وکړه اوپه بيلابيلو برخو کې يې ددوه اړخيزو همکاريو دپراختيا غوښتنه وکړه.
وروسته  روبرتوکانتون  دافغانستان لپاره دايټاليا  جمهوريت دسفير په توګه دټاکل کيدو له امله خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو  دپراختيا اوپياوړتيا په لاره کې به هر اړخيزې هلې ځلې وکړي.
ده زياته  کړه چې هېواد يې  دتيرو کلونو په شان  له افغانستان سره په خپلو اقتصادي مرستو ژمن دى  او دغه ژمنې به په وارسا اوبروکسل کې  په را روانو کنفرانسونو کې نوې کړي.
روبرتوکانتون  پرون مازيګر  خپل باور ليک ديو لړ تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني ته وړاندې کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته