اقتصاد

تبصــره :

کابل باختردتلې دمياشتې ١٧نيټه :
د افغانستان د ميوو په صادراتو د پاکستان نوي بنديزونه ثابتوي چې پا کستان د پخوا په شان د افغانستان د اقتصاد دسبوتاژلپاره فعال دى اوهيڅکله يې له خپلو ماجرا غوښتنو څخه لاس نه دى اخيستى.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مسوولان وايي چې پاکستان له څو ورځې را په دې خوا دغه هېواد ته د افغانستان د مڼو د صادريدو مخه نيسي. د مڼو ترڅنګ  د افغانستان ځينې نور کرنيز اقلام هم دي چې پاکستان په بېلابېلو پلمو د هغو د وارداتو مخه نيسي. دا ځلې پاکستان پلمه کوي چې ګنې ايرانۍ مڼۍ د افغانستان د مڼو په نامه  دغه هېواد ته صادريږي. په داسې حال کې چې په ايران کې د مڼو د راټولولو فصل ته   دوه مياشتې نورې پاتې دي.
افغانستان په کال کې څه دپاسه زرټنه مڼې پاکستان ته صادروي په مڼو سربيره نورې ميوې هم له افغانستان څخه پاکستان ته صادريږي .
پاکستان ته د افغانستان د مڼو د وارداتو د مخنيوي په برخه کې د پاکستان نوى اقدام يو ځل بيا دا مسئل په ډاګه کوي چې پاکستان په سيستماتيک او هدفمند ډول د افغانستان د اقتصاد د سبوتاژ په لټه کې دى .
د دغه هېواد سياسي او استخباراتي ادارې دغه پروګرام په ځيرکۍ سره مديريت کوي
او په پاکستان کې سياسي بدلونونو د افغانستان په وړاندې ددغه هېواد په سبوتاژي پاليسۍ کې کوم بدلون نه دى رامنځته کړى.
هغه څه چې د بحث وړ دي، دا دي چې پاکستان تل دترانزيت اوسوداګرۍ له مسئلې څخه د افغانستان پرخلاف د فشار د اهرام په توګه کار اخيستى دى. په داسې حال کې چې په خپله هم له منځنۍ آسيا سره د سوداګرۍ لپاره هم د افغانستان بازار او هم تګلوري ته اړتيا لري. خو پاکستان تل هلې ځلې کړې دي چې د ترانزيت له مسئلې څخه په يو اړخيز ډول ګټه پورته کړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزيت په مسئله کې متقابله تړلتيا اواړتياوې دبحث وړ دي. لکه څنګه چې افغانستان د سوداګرۍ لپاره د پاکستان بازار او تګلوري ته اړتيا لري، د پاکستان اړتيا چې په صنعت او کرنه کې څو برابره له افغانستان څخه اوچت لاس لري، د افغانستان بازارونو او ترانزيتي تګلوري ته  له موږڅخه زياته جدي ده .
نو د متقابلو اړتياوو په شتون کې نه شو کولاى سوداګريز او ترانزيتي تګلوري انحصاري فکر کړو او له هغو څخه  د سياسي  او اقتصادي حربې په توګه کار واخلو.
د افغانستان دترانزيت د مسئلي په برخه کې دپاکستان پرله پسې مجرا غوښتنو دغه هېواد  دې ته اړ کړ چې بديل تګلوري پيدا کړي او دغه شان هم شوي دي.
نويو تګلورو ته دافغانستان مراجعې او دهوايي دهليزونو رامنځته کيدو تر زياتې اندازې پورې دپاکستان په سوداګريزو تګلورو پورې دافغانستان تړلتيا کمه کړې ده او دا کار د دې سبب شوى دى چې د دواړو هېوادونو ترمنځ  د ميلياردونو ډالروسوداګري  چې افغانستان ته ددغه هېواد صادرات يې زيات رانغاړل بيخي کمښت پيدا کړي اوپه بدل کې يې له ايران، هند اومنځنۍ آسيا سره دافغانستان دراکړې ورکړې بهير زيات شي.
پاکستان په داسې حال کې دغه هېواد ته دافغاني ميوو دصادراتو مخه نيسي چې  د محصولاتو د راټولولو فصل دى او دا ښيي چې پاکستان په خپلو ژمنو رښتينى نه دى  بلکې سوداګري او سياست يې له يوبل سره يوځاى کړي دي چې په سياسي ډګر کې ورڅخه کار واخلي.
پاکستان تل د ترانزيت له مسئلې، دمهاجرينو له مسئلې او له نورو اقتصادي، فرهنګي اوعاطفي مسئلو څخه د افغانستان د دولت پرخلاف د حربي او دفشار د وسيلې په توګه کار اخيستى دى. اقتصاد يې د سياست قرباني کړى دى خو دا ځلې  بايلونکى پاکستان دى، ځکه چې افغانستان د نورو بديلو لارو په موندلو سره له پاکستان سره دخپلو سرحدي بندرونو له پرانستلو سره دومره علاقمندي نلري.
د پاکستان د واکمنانو د ماجرا غوښتوونکو سياستونو دوام به له شک پرته ددغه هېواد   سوداګر او صادرونکي زيانمن کړي.
دغه راز افغان دولتي چارواکو ته لازمه ده چې له پاکستان سره ورته او بالمثل چلند وکړي ترڅو پاکستان ومني چې سياست نه شي کولاى په اقتصادي سيوري وغوړوي.
پاى  ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته