کابل باختر د وږې دمياشتې ٢٠ :
د نيوستار ديفنس شرکت چې يو امريکايي شرکت دى او دفاعي وسايل توليدوي؛ اعلام کړى دى چې د ٢٠١٩ ميلادي کال ترپاى پورې ٢٢٩٣ پوځي نقليه واسطې به دافغانستان اردو ته وسپاري .
باختر آژانس د نړيوالو خبرځايونوله خولې خبر راکړ :
دغه شرکت اعلام کړى دى چې د امريکا اردو د ٣٦٩ ميلونو ډالرو په ارزښت يو قرارداد له دغه شرکت سره لاسليک کړ چې دهغه له مخې د نيوستارديفنس شرکت به ٢٢٩٣ نقليه واسطې دافغانستان اردو ته وسپاري .
دغه شرکت ويلي دي چې ددغو وسايطو دتوليدولو کار پيل شوى او ټاکل شوې ده ددغو وسايطو لومړۍ برخه به يې د ٢٠١٦ کال دجنوري په مياشت کې دافغانستان لوري ته وسپارل شي او دټولو قرارداد شويو وسايطو دسپارلو بهير تر ٢٠١٩ ميلادي کال پورې بشپړيږي .
د دغه قرار داد له مخې: دغه شرکت به د ليږدولو ، د اوبو د ټانکرونو او د سون توکو د ټانکرونو او زغروالو موټرونو په ګډون نقيله وسايط د افغانستان اردو ته وسپاري.
دغه شرکت له ٢٠١٥ ميلادي کال څخه د هغو قراردادي شرکتونو يوه برخه شوه چې دافغانستان اردو ته تجهيزات برابروي چې تراوسه پورې ٩٠٠ نقليه واسطې دافغانستان په واک کې ورکړې دي.
افغان مقاماتو تراوسه پورې د دغه شرکت د اعلاميې په باب نظر نه دى څرګند کړى، خو پخوا يې له امريکا څخه غوښتي و چې د هېواد د هوايي ځواکونو دسمبالولو په برخه کې همکاري وکړي.
دهېواد دهوايي ځواکونو د سمبالولو بهير کمزورى دى .
0 1 دقیقه لوستل