ټولنه

د شاديانو دتنګى رواق ترميم او پرانستل شو

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٧ :
ډير لرغوني تاريخي اثر دشاديانو د تنګى رواق  له ترميمولو وروسته  دبلخ ولايت دسرپرست  عبدالفياض مهرآئين ، دولايتي شورا درئيس محمدافضل حديد او دبلخ ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ او داقتصاد درئيسانو له خوا پرانستل شو او ګتې اخيستنې ته وسپارل شو.
دبلخ ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس صالح محمد خليق باخترآژانس ته وويل ؛  ددغه رواق تاريخي لرغونتيا  زروکلونو ته رسيږي چې دسامانيانو  په دورې پورې  مربوط دى  زيات وخت  له دغه تاريخي رواق او دشاديانو له دښتې څخه د وخت  ديرغلګرو لښکرو ديرغل پرخلاف  دنه ماتيدونکي سنګرونوپه توګه  ورڅخه استفاده کيده  چې له نيکه مرغه دغه تاريخي څلې دهېواد  په فرهنګي ميراثونو کې ثبت شوى دى.
ده زياته کړه  دتيرو کلونو په بهيرکې  ددغه رواق  زياتې برخې دطبيعي پيښو له امله  ويجاړې شوې وې  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهغه دترميمولو اوبيا رغاونې کار د آغاخان فرهنکي ټولنې ته وسپارل  شوچې کارې يې پرون بشپړ او داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته وسپارل شو.
په همدې حال کې دآغاخان دټولنې ددفتر مسوول انجينرداوود صادق وايي  ددغه رواق  په ترميمولو کې  ٢٥٠ زره يورو لګيدلى دى  چې په دوو کلونو کې  دلومړنۍ ودانۍ په توګه يې ترميم  اوبياورغول شوه  او ددغه رواق  په ترميمولو کې  له باکيفيته توکو څخه چې دسيلاو په مقابل کې مقاومت لري  استفاده شوې ده .
دشاديانو تنګى تاريخي رواق دمزارشريف ښار دجنوب په پنځلس کيلومتري واټن کې دغرونو په زړه کې  جوړ شوى دى   چې  له مزارشريف ښار سره دچارکنت ولسوالۍ په ارتباطي دهليز برسيره دبلخ ولايت له مهمو او ارزښتناکو فرهنګي ميراثونو څخه شميرل کيږي چې په تيرو کلونو کې دموسمي سيلاونو دراوتلو له امله يوه برخه يې ويجاړه شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته