جلال اباد باختر د زمري ۱ نېټه
نن شاوخو یولس بجې د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار درمسال ته څېرمه د مغل خان په شخصي روغتون کې چاودنه وشوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په دې چاودنه کې د روغتون کار کوونکو او ناروغانو ته زیان نه دی اوښتی، خو د روغتون یو شمېر برخې یې زیانمنې کړې دي.
د یاونې وړه ده چې تر دې چادونې مخکې سهار مهال شاوخوا اته بجې هم د جلال اباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه دوه پرلپسې چاودنې وشوې چې له امله یې یو تن ټپي شوی و.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ