سیاست

د مشرانو جرګې غونډه جوړه شوه

کابل باختر د لړم نهمه :
د مشرانو جرګې د ریيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د مجلس د پلاويو د رپوټونو د اورېدو سربېره، سناتورانو د هېواد د اوسني وضعيت په اړه خپلې نظريې وړاندې کړي.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ
د غونډې په آزادو بحثونو کې يو شمېر سناتورانو د وګړو د احوال ثبت او قانون ځينو موادو کې د تعديل په اړه د جمهور رئيس د تقنيني فرمان د رد په اړه د ولسي جرګې پريکړه د افغانستان د  اساسي قانون د څلومې مادې خلاف وبلله، ويې ويل چې په دې فرمان کې پخوا د ولسي جرګې په مشوره د اکثريت خلکو غوښتنې ځاى پر ځاى شوې وې ؛خوپه خواشينۍ سره دغه فرمان د ولسي جرګې له خوا رد شو او هيله مند يو مشرانو جرګه په دې برخه کې د هېواد لوړو ګټو ته په پام سره لازمې پريکړې وکړي ؛خو د مجلس یوې غړې د ولسي جرګې پريکړه موجه وبلله.
دغه راز سناتورانو د راتلونکې کال ټولټاکنو کې د نوى تکنالوژۍ څخه د ګټې اخيستنې په تړاو د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون په کمزورتيا او د انتخاباتي کمېسيونونو د غړو اختلافونه د خواشينۍ وړ وبلل او پر وخت دانتخاباتو په ترسره کیدو يې ټينګار وکړ.
په غونډه کې يو شمېر سناتورانو يو ځل بیا د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان د څرګندونو په اړه چې ويلي يې دي(( منځ لاری اسلام)) خپل هېواد ته راګرځوي، وويل: اسلام په خپل ذات کې د اعتدال او برابرۍ دين دى او بايد دوي سنجول شوې خبرې وکړي او په خپلو کړنو کې اسلامي ګټې او اسلامي نړۍ په پام کې ونيسي.
افغانستان ته د چابهار بندر له لارې له هند څخه د غنمو د لومړې جوپې انتقال څخه هرکلې، غزني ولايت کې د امنيتي وضعيت د خرابېدو او په ګاونډي ولایت  پکتيکا باندې د ياد وضعيت ناوړه اغيزې اوپه نوموړي ولایت کې دعملیاتو په ترسره کیدو ټینګار، هلمند کې د لاريونونو ددوام څخه اندیښنې، د کشفي او جنايي ارګانونو د کارکوونکو په مصئونيت ټينګار، کابل ښاروالۍ پورې د دې ولایت دترافيک پوليسو دمدیریت يو ځاى کېدل او د ترافيکو د لا ښه تنظيم په موخه د هيلو څرګندول، وزارتونو او ادارو کې د سرپرستۍ فرهنګ په پراخوالي نيوکې، پاکستان باندې د امريکا د ځينو تحريمونو څخه هرکلی د نن ورځې د غوڼدې د آزادو بحثونو څخه وو چې مطرح شول.
د مشرانو جرګې رئيس د غونډې په جمع بندۍ کې په اعلام شوې نیټې د ټاکنو پرترسره کیدو د ټينګار تر څنګ د هېواد د يو شمېر ولايتونو د ناامنيو او د ملي پوليسو منسوبينو له ستونزو څخه يادونه وکړه او ويې ويل چې د کورنيو چارو وزارت بايد خپلو دندو او مکلفيتونو ته په دقيقه توګه رسيدګي وکړي خو په خواشينۍ سره د ياد وزارت مشرتابه کې کمزورتيا احساسيږي او اړتيا شته چې په اوسنيو جنګي شرايطو کې، د پوليسو مسلکي کېدو ته زياته پاملرنه وشي چې د دفاعي چارو او کورني امنيت کمېسيون ته دنده وسپارل شوه  چې په دې برخه کې شته ستونزې او شکايتونه د دغه وزارت له مسئولينو سره مطرح کړي.
فضل هادي مسلم يار د قوانينو رد او تائيد د قانون له مخې د ملي شورا  له واکونو وبلل او ويې ويل، هغه طرحه چې مشرانو جرګې د بريښنايي پيژندپاڼو په اړه حکومت ته وړاندې کړې وه چې په کې د ملت او مليت کلمو څخه يادونه شوې وه چې ومنل شوه او هم د ولسي جرګې په غوښتنه د حکومت له خوا د تائيد په موخه مجلس ته وليږل شوه ؛خو ولسي جرګې د خپلې ژمنې، تمې او د ملي ګټو خلاف يادې طرحې ته د رد رايه ورکړه ؛ خومشرانو جرګه په دې برخه کې د خپل پخوانۍ دریځ څخه ملاتړ کوي او ټولو قومونو ته په درناوي به لازمه  پريکړه وکړي.د مجلس رئيس د هلمند ولايت د اوسېدونکو لاريونونه د اندېښنې وړ وبلل او ژمنه يې وکړه چې دغه موضوع به يو ځل بيا د ملي يووالي حکومت مشرانو سره مطرح او حل لارې به يې وپلټي.
د غونډې په بله برخه کې چې مشري يې لومړي نايب محمد علم ايزديار په غاړه درلوده، سناتور محمد هاشم الکوزي د هلمند جنګي وضعيت څخه د مجلس د ليږل شوي پلاوى رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل، پلاوې چې د مجاهدينو، مشرانو، د والي مرستيال او د دغه ولايت د استيناف څارنوالۍ د رئيس تر منځ د رامنځته شوې ستونزې د حل په موخه د والي په ګډون ټولو اړوندو لورو سره خبرې ترسره کړې ؛ خو جوته شوه چې د ولايت مسئولينو په دې برخه کې هيڅ  راز همکارۍ نه ده کړې چې لاريونوالو هم د والي د مرستيال او د استيناف څارنوالۍ د رئيس په ليري کېدو ټينګار درلود، او د حکومت له خوا د عملي اقداماتو غوښتونکې شول او ويې ويل که چېرې د دوي غوښتنې ونه منل شي دندو ته به د ولايت د مسئولينو د تللو مخنيوى وکړي.
سناتور الکوزي زياته کړه، د مجلس پلاوي د امنيتي ارګانونو د بېلا بېلو برخو څخه ليدنه وکړه ، کوم هوايي عملياتونه چې د ترهګرو د ټکولو په موخه ترسره شوي دي، بريالي وو او تر زياته بريده دښمن ټکول شوې خو د ملي اردو يو شمېر منسوبين چې د ځمکني عملياتو په مهال کې نشه يي توکي ترلاسه کوي اړوندې مرجع ته يې نه سپاري او وویل يو شمېر منسوبين چې خپلې ورسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره کړې وې د مشرانو جرګې دپلاوي لخوا ونازول شول.
همدا راز سناتور عبداللطيف نهضت يار  د فدراتيفې روسيې د سن پيترزبورګ ښار کې د پارلمانونو د خپلمنځي ټولنې     ( آي پي يو) ١٣٧ کنفرانس څخه د مجلس د پلاوى رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل دغه کنفرانس د روسيې د جمهور رئيس په ګډون او بيانيې سره پيل شو چې د بشري حقونو څخه ملاتړ، تروريزم سره مبارزه، سولې، امنيت او فقر سره د مبارزې، د ديموکراسۍ د پياوړتيا، مساوات، د ملتونو له لارې د سولې دکلتور رواجول او پارلماني ارزښتونه يې رانغښتل چې په اړه يې د ګډونوالو له خوا بحثونه وشول او هم د مجلس پلاوى د دي ناستې په ترڅ کې د انګلستان او سويډن هېوادونو د پارلماني پلاويو سره وکتل او د افغانستان حکومت سره د همکارۍ او د داعش ترهګرې ډلې د لمنځه وړو په موخه ددي هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د پياوړي کولو موضوعګانې يې مطرح کړې.
سناتور نهضت يار زياته کړه، د دي کنفرانس د جوړېدو سره جوخت چې د پارلمانونو د دارالانشاګانو د ريسانو غونډه هم جوړه شوه په کې د مشرانو جرګې د دارالانشا لوی رئيس سيد حفيظ الله هاشمي ګډون وکړ او د دارالانشاو کاري چارو کې يې د خپلواکۍ، د پارلماني اړيکو د ټينګښت او عمومي غونډو ته د لازمو اسانتياو د برابرولو موضوعګاني يې مطرح کړې او د بېلا بېلو پارلمانونو د دارالانشاو ريسانو سره د جلا ناستې په ترڅ کې د پارلماني تجربو د شريکولو، پياوړتيا او پراخوالي په اړه نظريې وړاندي شوي، دویلو ده چې د دې رپوټونو بشپړ متن به سبا شپه د مشرانو جرګې د کمېسيونونو د خبرونو په لړ کې خپور شي.پ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته