امنیت

په بلخ ولايت کې دوګړني پاڅون ديارلس تنه ځواکونه شهيدان شول .

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه :
دبلخ ولايت دچمتال  په ولسوالۍ کې دوګړني پاڅون  ديارلس  تنه غړي پرون دوسله والو طالبانو له خوا شهيدان شول .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دوګړني پاڅون دځواکونو ديو قوماندان په ګډون  ديارلس تنه ځواکونه هغه وخت دوسله والو طالبانو له خوا شهيدان شول چې په يوه جومات کې راټول شوي وو .
  ده زياته کړه چې ددغې پيښې  دڅرنګوالي او دبريد کوونکو دنيولو لپاره دپوليسو څيړنې پيل  شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته